BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2006 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې امنيت او په دې لړ کې موجودې ستونزې

افغان پوليس
افغان حکومت وايي د پوليسو روزنه ېې په چټکۍ روانه ده
په افغانستان کى د طالب واکمنۍ له سقوط نه راپدېخوا څلور کاله کيږي، خو تراوسه پورې د افغانستان ډېرو سيمو په ځانگړې توگه د هېواد په جنوب کې امنتيي حالت له ستونزو سره مخامخ دى.

وخت ناوخت د ښوونځېو پر استاذانو له بريدونو نيولې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو باندې تر ځان مرگو حملو روانې دي.

په تېرو دولسو مياشتو کې دا ډول بريدونو کې نزدې ١٥٠٠ کسان وژل شوي دي ، چې له همدې امله ٢٠٠٥ کال د امريکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان له بريد وروسته تر تولو خونړى بلل شوى دى.

په جنوب کې دا بريدونه په داسې وخت کې زياتيږي چې دهيلمند د ولايت په گډون څو جنوبي ولايتونو کې د ناټو دځواکونو د ځاى په ځاى کېدو پريکړه شوې ده.

ددې عوامل د معلومولو لپاره چې نړيوال ملاتړ سره سره ولې افغان حکومت د اخ اوډب پېښو، ځان مرگو بريدونو مخنيوي کې ستونزو سره مخامخ دى، د افغانستان امنيت کې د گاونډيانو رول څه دى او نورې مسلې په دې بحث کې څيړو.

په بحث کې د افغانستا ن ددفاع وزارت د اپراسون ريس،جنرال شيرمحمد کريمي ، او ورځپاڼه ليکونکي فضل الرحمان اوريا او له پېښوره د پاکستان د انگليسي ژبې د وتلې ورځپاڼې ډان خبريال ذوالقار علي سره څيړل شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت