BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:08 گرينويچ 2005 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بن د تړون څلورمه کليزه
د بن تړون
بن کې د افغانستان پر راتلونکي خبرې
زموږ د دې اوونۍ بحث د بن د تړون د څلورمې کليزې په هکله دى، هغه تړون چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې بيا رغاونې لپاره يې يوه لارنقشه رامنځته کړه او د پلي کولو لپاره يې نړيواله ټولنه له افغانانو سره مرستې ته ژمنه کړه.

د نوي اساسي قانون تصويب، د ولسمشرۍ او ولسي جرگې ټاکنې او ځينې نور د دغې نقشې له مخې اخيستل شوي لوى گامونه گڼل کيږي. خو د افغانستان ستونزې لا پايته نه دي رسيدلي چې د لمنځه وړلو لپاره يې اوس هم نړيوالو مرستو ته هغومره اړتيا ليدل کيږي چې کېده.

افغان چارواکي او ملگري ملتونه هيلمن دي چې د راتلونکې مېاشتې په پاى کې لندن کې جوړېدونکى نړېوال کنفرانس (د افغانستان تړون) به نړيوال مرسته ورکونکي له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته له سره ژمن کړي.

په دې راډيويي بحث کې افغانستان لپاره د بن د تړون پايلې، له لاسه وتلي فرصتونه او ترې اخيستل شوي درسونه د افغانستان د کليو د پراختيا له وزير محمد حنيف اتمر، د سياسي چارو کارپوه ډاکتر روستار ترکي او د علومو اکاډيمۍ له غړي حبيب الله رفيع سره څېړل شوي دي.

د بحث وړاندې کونکى: اسماعيل سعادت

66اوونيز بحث
د تصديو خصوصي کول گټې او زيانونه
66اوونيز بحث :
په افغانستان کې د حساب اوونۍ
66اوونيز بحث
په پاکستان کې د زلزلې سياسي عواقب
ورسره تړلي نور خبرونه
طالبان اوس څه کوي ؟
16 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت