BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2005 ,22 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د حساب اوونۍ
احدي
په دغۀ بحث کې د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر احدي هم برخه اخيستې ده .
دا اوونۍ د افغان حکومت غړيو د هغه څه په ترڅ کې چې د حساب ورکولو اوونۍ نومول شوې په تېر يوۀ کال کې د خپلو کړنو په اړه ولس ته څرگندونې کوي.

ولسمشر حامد کرزي چې د دغې چارې لارښونه يې کړې ويلي دا کار به د مسوليت احساس او په چارو کې د شفافيت کلتور پياوړى کړي.

خو ډېرى کتوونکي دا هسې يو سيمبوليک گام بولي.

پوښتتنه دا ده چې خلک د څه شي حساب غواړي، او حکومت تر کومه ځايه کولاى شي چې دغه حساب ورکړي؟

آيا حساب غوښتونکي يوازې لنډمهالو غوښتنو پسې گرځي او که اوږدمهال گټو ته يې هم پام دى؟

په دې راډيويي بحث کې د افغانستان د ماليې وزير ډاکتر انورالحق احدي، د سياسي چارو شننونکى اود علومو اکاډيمي غړى حبيب الله رفيع او له کابله ولسي جرگې ته ټاکل شوې استازې شکريه بارکزۍ برخه لري.

د بحث وړاندې کوونکى اسماعيل سعادت دى .

اوونيز بحث د سه شنبه په ماښامنۍ او د چارشنبه په سهارنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت