|
طالبان اوس څه کوي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نړېدلو څلور کاله وروسته د هغوى بريدونه لا له مېنځه نه دى تللي. په تېرو دوو مياشتو کې په پلازمېنه کابل کې ددوهم ځل له پاره په ظاهره ځان وژونکي بريدونه کيږى. بل لور ته طالبانو د ولسمشر کرزي د سولې وړانديز هم نه دى منلى او وايې چې يوازينۍ لاره جگړه ده. پوښتنه داده چې آيا طالبان د راټولېدلو په حال کې دي او که د هغوى د يو ځاى کېدلو هلې ځلې روانې دى؟ طالبان په خلکو کې څومره ملاتړ لري؟ او د سولې په بهير کې د پراخ شمېر طالبانو ورگډول ځومره د تاوتريخوالى مخ نيولاى شي؟ د اوونۍ بحث پر همدې موضوع غور کوي. دپروگرام مېلمانه په کابل کې دافغانستان ددفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئېس بريد جنرال محمد امين وردگ، افغان ژورنالست فضل رحمان اوريا اوپه په پېښور کې د بي بي سي خبرېال رحيم الله يوسفزى دي. د پروگرام وړاندى کونکې نجيبه لېمه ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||