BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:26 گرينويچ 2008 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نيول شوي سرتېري: بيا به هېڅکله هم پوځي دنده ونه کړو

يرغمل شوي سرتيري
په دره ادم خېل کې ځايي طالبانو د پاکستاني ١٥ سرتيري يرغمل کړي
د سرحد ايالت په دره ادم خېل کې مو د پاکستاني طالبانو لخوا د يرغمل شويو پوځيانو سره د ليدنې لپاره خپل سفر پيل کړ.

يو طالب قوماندان چې د خپل نوم له ښوولو يې ډډه کوله د خپل برگ پوځي ډوله موټر په مخکينۍ څوکۍ کې کينولم. د موټر له روانېدو سره يې په عربي ژبه د نعتونو پټه چالانه کړه.

له موږ سره په موټر کې دوه نور طالب وسله وال هم ناست ول چې يوه يې درې ورځې په ويښه تېرې کړې وې. هغه لږ وروسته ويده شو، خو څنگ ته يې ناست بل طالب تر بيرته راتلو پورې هغسې گونگه روژه نيولې وه.

دوى په مخابرو باندې له يو بل سره خبرې کولې. له لږ مزل وروسته يو هيبت لرونکى ځوان چې د حماس د جنگياليو په څېر يې مخ په تور ماسک پوښلى وواو پوځي دريشي يې اغوستې وه له موږ سره په موټر کې کېناست او موږ ته د قوماندان عبدالجبار په نوم راوپېژندل شو.

د مخابرې له لارې ټولو طالبانو ته امر وشو چې په هوا کې د پوځي هليکوپترونو په اړه وخت په وخت معلومات راکړي. څومره چې زموږ موټر په يوې دنگې غرنۍ سيمه کې مخ پر وړاندې روان وو، هغومره د وېرې او ډار له امله زما د زړه دربى په ډېرېدو وو.

يرغمل شوي پاکستاني سرتيري
د ډېرو دريشۍ په وينو ککړې وې او د ځينو په څېرو هم د وينو نښې معلومېدې

موږ به نژدې نيمه لار وهلې وه چې پوځي هليکوپترو زموږ څارنه پيل کړه. موږ درې ځله اړ شوو چې د دنگو غرونو څنډو ته ځانونه پټ کړو. زموږ او د هليکوپتر تر منځ دې پټپټونې نژدې ٤٠ دقيقې دوام وکړ.

يوه طالب د دروازې له خلاصولو سره يو ږيرور مشر سرتېرى چې لاسونه يې تر شا تړل شوي وو د باندې راويوست. قوماندان د ټولو سرتېرو د راايستلو امر وکړ. له دې وروسته په کوټه کې يرغمل سرتيري يو- يو را وايستل شول.

يرغمل شوي پاکستاني سرتيري
د ټولو سرتېرو لاسونه تر شا تړل شوي وو او د ځينو خو لا پښې هم په رسيو تړل شوې وې
د ټولو لاسونه تر شا تړل شوي وو او د ځينو خو لا پښې هم په رسيو تړل شوې وې. د ډېرو دريشۍ په وينو ککړې وې او د ځينو په څېرو هم د وينو نښې معلومېدې. د ډېرې يخنۍ او وېرې له امله هغوى ټول لړزېدل.

هغوى ويل د پوځ سرتيري دي. په دوی کې يوۀ وويل: ''پرون (د فبرورۍ په ٢٥مه) موږ د کوهاټ تونل پر سر مورچه کې وو چې طالبانو محاصره کړو او موږ ته يې وويل چې وسلې پر ځمکه کېږدو. ما خپل مشر ته چې بيا په ډزو کې ووژل شو وويل چې تسليم به شو، خو هغه ونه منله او موږ ته يې د جگړې کولو امر وکړ. وروسته په جگړه کې اووه سرتيري ووژل شول او موږ ١٥ تنه يې يرغمل کړو''

ښايي دې سرتيرو د طالبانو له ويرې او د هغوى د خوشاله کولو لپاره ويل چې پوځ ورسره دوکه وکړه ځکه هغوى د امريکا په امر د 'مجاهدينو' په وژلو لاس پورې کړى.

يو بل سرتيري په غرېو نيولي غږ کې وويل: ''موږ نور پوځي دنده نه غواړو او خپل ټول نسل ته به هم په پوځ کې د کار کولو اجازه ورنه کړو. زما مور پيغام راليږلى وو چې د پوځ دنده پرېږدم او کور ته ولاړ شم. ما د تللو پرېکړه کړې وه چې دا پيښه رامنځ ته شوه.''

بيا هېڅکله!
 موږ نور پوځي دنده نه غواړو او خپل ټول نسل ته به هم په پوځ کې د کار کولو اجازه ورنه کړو
يرغمل شوي سرتيري

کله چې مې له يوۀ بل سرتيري د هغه د حالت په اړه وپوښتل نو د هغۀ غږ په ستوني کې ټپ شو او يوازې دومره يې وويل: ''ززز... زموږ حالت خو ته پخپله...........''

په دې وخت کې ټولو سرتېرو په يو اواز وويل: ''موږ ته دې له پريښودلو وروسته يوازې دومره وخت راکړل شي چې خپلې دريشۍ وباسو، له هغه وروسته به د تل لپاره له پوځ سره خداى په اماني وکړو''

په ښۀ خبر پسې راغلي خبريال ته د طالبانو له وېرې د يوۀ لړزېدونکي سرتېري هغې خبرې چې 'صيب زه دلته لمر ته يوه شېبه کېنستى شم' زما انساني عاطفه سخته وننگوله.

په سوات کې د طالبانو تمځاىشريعت په سوات کې:
يوه دمه د طالبانو په تمځاى کې
طالب جنگيالىتر ټولو خطرناک هېواد:
'پاکستان ان تر عراق او افغانستان هم خطرناک دى'
وسلېپه دام کې گير:
برمته شوي پاکستاني سرتېري خپله کيسه کوي
پاکستاني پوځتاريخي ننګونه:
د پاکستان پوځ د وسله والو مخالفنيو په دام کې
مشرفپاکستان:
که مشرف جامې وباسي يانه ، نه يې منو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت