BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:05 گرينويچ 2007 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان :'د ننۍ نړۍ ترټولوخطرناک هېواد'

طالبان
نيوزويک ليکي: هغه تندلاري چې خپله پاکستاني مشرانو او پټو جاسوسي ادارو رامنځته کړي وو اوس خپله اسلام اباد ته لوى خطر جوړ شوي دي
د امريکا نيوز ويک مجلې په خپلې تازه گڼې کې په يوه راپور کې کښلي چې په نننۍ نړۍ کې پاکستان د نړۍ يو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه گڼل کېږي.

مجله کاږي چې پاکستان ان له عراق او افغانستانه هم ډېر خطرناک دى.

د نيوزويک مجلې په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې روانه بې ثباتي، د اسلامي تندلارو د باور وړ جال، د لويديځ ضد احساساتو ډک ځوان کول، پرمختللې الکترونکي ټېکنالوژي ته لاسرسى، لوېديځ ته په اسانه فضايي رسېدنگ او داسې استخبارتي ادارې چې تل خپل کار چې پکار وي له غوښتنې سره سم نه ترسره کوي، داسې عناصر دي چې د اسامه بن لادن په څېر تن د کړنو لپاره ډېره گټه ښندلاى شي.

د نيوزويک په اند چې د دغه ډول ټولو ډلو وروسته دپاکستان اټومي پروگرام دى. مجلې د امريکا د ملي امنيت د شورا د پخواني لارښود بروس ريډل له خولې کښلي په نړۍ کې داسې ځاى چې القاعده ترې اټومي وسلې ترلاسه کولاى شي هغه خپله د ده شاغولى، پاکستان، دى.

راپور کاږي هغه تندلاري چې خپله پاکستاني مشرانو او پټو جاسوسي ادارو رامنځته کړي وو اوس خپله اسلام اباد ته لوى خطر جوړ شوي دي. همدا هغه اسلامي تندلاري دي چې تر اوسه يې پر ولسمشر مشرف څو ځلي وژونکي بريدونه کړي چې يو وخت د ده ملگري بلل کېدل. او همدا هغه خلک دي چې په تېرو شپږو کلونو کې يې د پاکستان تر يو زرو ډېر امنيتي کسان وژلي دي.

 په افغانستان کې له جگړې ټپي شوي طالب اورپکي د پاکستان په شخصي روغتونو کې خپله درملنه په اسانۍ سره کوي اوخپل ځان دلته ډېر خوندي احساسوي. په پاکستان کې دطالبانو او القاعدې پټنځايونه په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونه لپاره د جگړې په ډگر کې ددوى لپاره ويجاړوونکى ثابيتېږي.
نيوزويک

د راپور په خبره چې د پاکستان څپڅپانده اټومي پروگرام او په قبايلي سيمو کې روانه اورپکي اوس يوه پخوانۍ کيسه ده. او په دې اړه نوى او ويروونکى حقيقت دا دى چې طالبانو او د القاعدې ډلو اوس د پاکستان ځينې ښارونه او ډېرى سيمې د خپلو اډو په توگه اړولې دي او هم له دې ځايونو 'جهاديان' له پاکستانه نورو هېوادونو ته د تلو راتلو اسانتياوې لري. چې د نيوزويک په خبره دا ډلې اوس د پاکستان لويو ښارونو لکه کراچۍ ته غځېدلې او پوځ د دوى په ځپلو کې ناکام شوى دى.

مجله کاږي په افغانستان کې له جگړې ټپي شوي طالب اورپکي د پاکستان په شخصي روغتونو کې خپله درملنه په اسانۍ سره کوي اوخپل ځان دلته ډېر خوندي احساسوي. د مجلې په ليکنه، په پاکستان کې دطالبانو او القاعدې پټنځايونه په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونه لپاره د جگړې په ډگر کې ددوى لپاره ويجاړوونکى ثابيتېږي.

يوۀ طالب قومندان نيوزويک ته ويلي چې 'پاکستان زموږ لپاره د يوې داسې اوږې غوندې دى چې ددې په مټ موږ له توغندي څخه بم غورځولاى شو.' د ده په خبره چې د پاکستان پرته ورته جگړه کول گرانه ده، 'او د خداى شکر دى چې پاکستان زموږ مخالف نه دى.'

امريکايي مجله ليکي چې د ٢٠٠٢ م کال په پرتله اوس په پاکستان کې طالبان ډېر په خلاصه پښه خپلې کړنې ترسره کوي. مجله کاږي اورپکې نه يوازې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي، بلکې اوس د سوات وادي غوندې سيمې هم ددوى له اغېزه خوندي نه دي. هلته د ملا فضل الله غوندې 'جهادي' له خپلو سلگونو پلويانو سره د پاکستاني پوځ تر سيوري لاندې په خپلو کړنوبوخت دي.

طالبان
 په پاکستان کې زموږ هيڅ يو خوځښت له آى اېس آى څخه پټ نه دى .پاکستانيان ان تر دې لا خبر دي چې موږ د غرمې او ماخوستن ډوډۍ چېري خورو
طالب قومندان ملا بشير: نيوزويک

نيوزويک کاږي جنرال مشرف وايي دى او پوځ يې د تندلارو د مخنيوي لپاره خپله هره هڅه ترسره کوي. پاکستاني ولسمشر دا ثابته کړې هم ده چې که وغواړي نو پر وخت گام اخيستى شي. په تېره فبرورۍ مياشت کې، د امريکا مرستيال ولسمشر چې ويل کېږي د اورپکو پر وړاندې عملياتو کولو لپاره پر پاکستان باندې د فشار اچولو په موخه دغه هېواد ته ولاړ نو د پاکستان پوځي استخباراتو ناڅاپه په کوټه کې د دطالب دورې د دفاع وزير او د ملا عمر له مرستيالانو څخه يو تن، ملا عبيدالله اخوند، ونيول. تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو د اطلاع له مخې د افغانستان سيمه کې د امريکا په يوه فضايي بريد کې د طالبانو يو مشر ملا اختر عثماني ووژل شو.

مجله کاږي په پاکستان کې مېشت د طالبانو يوه پخواني قومندان ملا بشير ورته ويلي چې 'په پاکستان کې د دوى هيڅ يو خوځښت له آى اېس آى څخه پټ نه دى .د ده په خبره چې پاکستانيان ان تر دې لا خبر دي چې موږ د غرمې او ماخوستن ډوډۍ چېري خورو'.

مجله ليکي د پاکستان يو پخوانى پوځي ډگرمن جنرال او د پوځي چارو کاروپوه طلعت مسعود وايي چې جنرال مشرف 'د پولې يوې بلې غاړې د شته تندلاريتوب په خطر پوهېدۀ او دا چې د له منځه وړلو لپاره يې د پاکستانى ولس له ځانه سره يو ځاى بيولو کې ناکامه اېسي.' نوموړى دا هم وايي چې ' د جنرال مشرف تگلارو پاکستانى ولس دې فکر ته اړ اېستلى چې د ترهگرۍ ضد جگړه د جنرال مشرف او امريکا دسرخوږ دى نه د دوى.'

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت