|
د پاکستان او لويديځ اړيکي فشارونه او ستونزې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له لويديځ سره د پاکستان د اړيکو حساسيت او فشارونه اوس په يوۀ نوي پړاو کې دي . په ٢٠٠١ کال کې پر متحدو ايالاتو باندې تر بريدونو وروسته واشنگټن او ملاتړو يې د پاکستان پر مشر جنرال پرويز مشرف او هغه بيا د دوى پر ملگرتيا ډير باور وکړ . خو دغه ايتلاف ټول وخت اسانه نه و اوس بيا په ځانگړې توگه ډير ناسم ښکاري . د سرۀ جومات کلابندي ، ورپسې خونړيو ځانمرگو بريدونو او د سترې محکمې د قاضي القضات بيا پر ځاى کيدو پر جنرال مشرف پر کور دننه فشارونه ډير کړل . د متحدو ايالاتو د مامورينو له خوا دې څرگندونو چې که دوى په پاکستان کې د القاعدې له لاسه ژر تلونکي هدفونه وموندل نو واشنگټن پرې د بريد کولو حق لري ، د اسلام اباد قهر وړى غبرگون وپارواوۀ . خو په واشنگټن کې هم زړۀ تنگي شته ، پاکستان ته په سفر د ورتلونکو لويديځو مامورينو پرله پسې دغه پيغام دى چې مشرف بايد په قبايلي سيمو کې د اورپکو کابو کولو ته ډير څه وکړي ، داسې گومان کيږي چې دغه اورپکي په گاونډي افغانستان کې ثبات ته گواښ پېښوي . امريکاييان له هغۀ تړونه هم خوښ نه ول چې مشرف له قبايلي مشرانو سره کړى و هغه تړون هسې هم ختم شو . د متحدو ايالاتو د استخباراتو وروستۍ شنننې دا دي چې القاعدې د پاکستان په ليرې پرتو سرحدي سيمو کې ځان بيا سره ټول کړى دى . د ځينو لويديځو شننونکو لپاره اوس د امنيت په برخه کې تر افغانستان هم پاکستان بيړنۍ مساله ده . خو بيا هم ډير امريکايي مامورين په دې باور دي چې د دوى لپاره مشرف تر ټولو ښه ملگرى دى ، ځينې په دې باور دي چې پر مشرف باندې نوي فشارونه او دا احساس چې وخت يې له گوتو تلونکى دى ښايي دى د هغو پريکړو عملي کولو ته اړ باسي چې لويديځ پرې ټينگار کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستاني طالبان : اغزن تار مو مخه نه ده نيولې07 جون, 2007 | خبرونه برتانيا: پاکستان مېشتې القاعدې اندېښمن کړي يو11 مۍ, 2007 | خبرونه امريکا پاکستان سره د ٧٥٠ ميليونو ډالرو مرسته کوي15 مارچ, 2007 | خبرونه نړيوال ايتلاف په طالب ځپلو پاکستان وستايۀ10 مارچ, 2007 | خبرونه م م : د سرحد د والي خبرې د حيرانتيا وړ دي19 فبروري, 2007 | خبرونه گېټس، مشرف د طالبانو د ماتولو لارې څېړي12 فبروري, 2007 | خبرونه امريکايي وزيران له مشرف سره پر افغانستان غږيږي10 فبروري, 2007 | خبرونه مشرف: امنيتي چارواکو پر طالبانو سترگې پټې کړي02 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||