|
پاکستاني طالبان : اغزن تار مو مخه نه ده نيولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستان کې يوۀ طالب پلوي قوماندان بي بي سي ته ويلي چې پر پوله د گزمو ډېريدو او د اغزمن مزي غځولو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر ضد د بريدونو مخه نه ده نيولې. د پاکستان په قبايلي سيمه کې طالب پلوي اورپکي د پولې بلې غاړې ته په افغانستان کې په بريدونو کې په ډېرېدونکې توگه ښکيل دي. د طالبانو قومندان حاجى محمد عمر په زغرده وايي چې طالبانو په افغانستان کې پر نړيوالو ځواکونو بريدونو ډير کړي دي. نوموړي چې افغانستان ته نژدې د پاکستان له يوې ليرې قبايلي سيمې څخه له بي بي سي سره خبرې کولې دا ومنله چې پر پولې پلې گزمه ډيره شوې ده. د پاکستان حکومت پر پولې د اغزن اوږد د يوال په جوړولو پيل کړى خو حاجي عمر وايي چې دغه خنډ پر نړيوالو ځواکونو د بريدنو په موخه افغانستان ته د اروپکو د اوښتنۍ مخه نه ده نيولې. نوموړي زياته کړه چې دا مهال د پاکستاني اورپکو ونډه د امريکا پر ضد جگړې لپاره چې هغه يې جهاد بولي له بل هر وخت ډيره ده. د حاجي عمر دا ادعا د پاکستان حکومت هغه ټينگار ردوي چې څو ځلې يې نړيوالې ټولنې ته پر پولې د بريدونو د کميدو خبره کړې وه. د حاجى عمر د څرگندونو له مخې طالبان هر ورځ شاوخوا ٦٠ بريدونه کوي. نوموړى وايي چې ډيرى دغه بريدونه د پاکستان له قبايلي سيمو تر سره کيږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||