 | | | واشنگټن او نور لويديځوالو په دې ورستيو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د اسلامي اوپکو او القاعدې د بيا ټولېدو په اړه اندېښنې څرگندې کړي دي |
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيا وزير ريچارډ بوچر اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال ولسمشر پرويز مشرف او د بهرنيو چارو وزارت سيکرتر سره د خبرو ورسته خبري کنفرانس ته وويل چې امريکا به په راتلونکو پنځو کلنو کې د قبائيلي سيمو پرمختگ لپاره ٧٥٠ ميليونه ډالره ورکوي او ددې تر څنگ ٧٥ ميليونه ډالره د نيمه پوځي ځواک د اصلاحاتو لپاره ورکوي. د ښاغلي بوچر په وينا د دغو پيسو ١١٠ ميليونه روان کال کې او نوري به يې په راتلونکو کلونو کې پاکستان ته ورکول کيږي. دا پيسې به اکثره په روغيتا، زدکړې او په سرحدي سيمو کې د نورو پروژو پر جوړولو لگول کيږي.  |  امريکا غواړي چې پاکستان يو ډموکراټيک او با ثباته هيواد وي  ريچارډ بوچر |
ريچارډ بوچر وويل چې په امريکايي کانگرس کې به د قانون داسې لايحه جوړيږي چې د هغې په بنياد به په قبايلو کې اقتصادي سيمې جوړيږې چيرته چې به دوي وکولى شي کارخانې جوړې کړي. هغه زياته کړه امريکا غواړي چې پاکستان يو ډموکراټيک او با ثباته هيواد وي. دا په داسې حال کې ده چې واشنگټن او نور لويديځوالو په دې ورستيو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د اسلامي اوپکو او القاعدې د بيا ټولېدو په اړه اندېښنې څرگندې کړي دي.
|