BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:36 گرينويچ 2007 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گېټس، مشرف د طالبانو د ماتولو لارې څېړي
طالبان
اورپکي وايي په سرحدي سيمو کې بې له ويرې گرځيداى شي
د امريکا د دفاع وزير رابرب گېټس له پاکستاني ولسمشر جنرال پروېز مشرف سره د طالبانو د ماتولو پر لارو چارو خبرې کړي.

متحده ايالتونه او ناټو وايي په افغانستان کې د طالبانو د پسرلنيو بريدونو د مخنيوي لپاره د پاکستان مرسته خورا اړينه ده.

طالب جنگيالي د پاکستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي خو اسلام آباد دا نيوکې په کلکه رد کړي چې د هغو د مخنيوي لپاره پوره هلې ځلې نه کوي.

رابرت گېټس وويل پر دې يې خبرې کړي چې څنگه پاکستان کولاى شي په افغانستان کې د متحده ايالتو له قوماندانانو سره کار وکړي چې د پولې دواړو غاړو ته پر اورپکو زور واچوي.

هغه وويل متحدين دا موقع لري چې طالبانو ته يوه ستراتيژيکه ماته ورکړي

ښاغلي گېټس پاکستان يو ډېر پياوړى ملگرى وباله.

نوموړي هغه نيوکې غبرگې نه کړې چې د متحده ايالتو او ناټو ځېنې نور چارواکي يې لري چې اسلام آباد هغو طالبانو ته څه نه وايي چې پر خاوره يې پناه اخلي.

ولسمشر مشرف دا منلې چې د پولې د څارلو په برخه کې کمزوري ټکي شته او دا چې طالبان په پاکستان کې دننه ملاتړ تر لاسه کوي.

خو نوموړى دا خبره په کلکه ردوي چې کوم دولتي چارواکى دې د طالبانو ملاتړ وکړي او دا يې هم نه دي منلي چې د دوه نيم زره کيلومتره اوږدې پولې ټول مسوليت دې يوازې د پاکستان پر غاړه وي.

ښاغلي مشرف ويلي د پولې امنيت بايد يوه گډه هڅه و اوسي چې دواړه غاړو ته يې ځواکونه تر سره کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت