|
برتانيا: پاکستان مېشتې القاعدې اندېښمن کړي يو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې د برتانيا تر ټولو لوړ پوړي استازي اندېښنه ښوولې ده چې په برتانيا کې ميشت سخت دريځي له هغو القاعده مشرانو څخه لارښونه ترلاسه کوي چې په پاکستان کې پټ دي . په اسلام اباد کې د برتانيا سفير رابرت برينکلي وويل (( دا د برتانيا لپارهخورا ډيره د لندېښنې خبره ده )) خو ښاغلي برينکلي پاکستان په هغه څه وستايۀ چې دۀ په دې لاره کې د مرستې لپاره هلې ځلې وبللې . په برتانيا کې گڼ شمير پاکستاني کډوال ميشت دي چې ډيره برخه يې له پاکستان سره اړيکي پالي . يو شمير ځوان پاکستاني الاصله برتانويان په دې تورن شوي دي چې په برتانيا کې يې د وژونکو بريدونو نيت لارۀ . د برتانياد استخباراتو څانگه وايي د هغو کسانو ډيريو په پاکستان کې د القاعدې له مشرتابۀ سره اړيکي لرلې چې د ٢٠٠٥ کال په جولاى کې يې په لندن کې چاودنې وکړې . د چارشنبې په ورځ د متحدو ايالاتو د دفاع وزير رابرټ گېټس د کانگرس يوۀ پلاوي ته په واشنگټن کې وويل چې القاعدې د پاکستان په قبايلي سيمو کې روزنيز کمپونه جوړ کړي دي او د نړۍ په نورو سيمو کې يې له (( ترهگرو شبکو )) سره اړيکي ټينگي کړې دي . د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د خبرو پر مهال ښاغلي برينکلي وويل په برتانيا کې دا اندېښنه شته چې هلته پټ ترهگر په پاکستان کې د القاعدې له مشرتابۀ سره اړيکي لري . له همدې ځايه هغوى لارښونه ترلاسه کوي ، نظرونه اوري او په ځينو مواردو کې د عملياتو لپاره روزنه ويني . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا: د القاعدې پناه ځاى پاکستان دى12 جنوري, 2007 | خبرونه کارپوهان :القاعده پياوړې شوې ده30 دسمبر, 2006 | خبرونه مشرف: امريکا د القاعدې د شکمنو په بدل کې پيسې راکولې25 سپتمبر, 2006 | خبرونه حماس وايي د القاعدې مشوره نه مني 05 مارچ, 2006 | خبرونه پاکستان : په وزل شوو کې د القاعدې مشران هم شامل دي 19 جنوري, 2006 | خبرونه امريکا باورلري چې د القاعده مشران په قبايلي سيمه کې دي 17 جنوري, 2006 | خبرونه کويت د القاعده يوې ډلې ته سزا ورکړه27 دسمبر, 2005 | خبرونه د الظواهري ليک ونيول شو08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||