|
پرويز مشرف له ننگونو سره مخامخ دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دجولاى په شلمه نيټه د پاکستان قاضي ا لقضات ا فتخار محمد چودهري په خپله څوکۍ د په ځاې کيدو نه روسته کارپوهان فکر کوي چې د پوځي بيوراکرسۍ لپاره دقضاييه قوې درعايت دروازې بند ې شوي دي . د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف دا وږدې مودې لپاره په واک کې دپاتې کيدو په موخه له سياسې ګوندنو سره د جوړ جاړي ستراتيژي خپله کړې ده. جنرال مشرف يې د دوديزې مخالفې سياسي مشرې بينظير بټو سره خبرې اترې پيل کړي دي. د دغه خبرو اترو په اړه دواړه لورې ادعاوې کوي چې تر ډير حده کاميابې دې. خو د هيواد دننه سياسي ګوندنه د حکومت او د پيپلز ګوند په منځ کې د جوړ جاړي لپاره په روانو خبرو اترو کلکې نيوکې کوي. دجماعت اسلامي مرکزي امير او پخوانى وزير سراج الحق د حکومت او د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بټو په منځ کې د جوړ جاړي لپاره د روانو خبرو اترو په اړه داسې وويل: (دواړه اړخونه د امريکې د فشار لاندې دي نو ځکه ېې جوړ جاړي ته غاړه ايښې ده. خپله د مسلم ليګ ق کارکونکي هم په دې خواشيني دي، هغوى وايي که دا جوړ جاړي کامياب شي نو هغوى به چيرته پناه اخلې) . خپله د پاکستان مسلم ليګ (نواز) ګوند مشر او پخوانى لومړى وزير خود حکومت او د بينظير بټو تر منځ روانو خبرو اترو ته د دسيسې نوم ورکوي. (دا خو جوړ جاړى نه بلکې يوه دسيسه ده، د پټې لارې چې کومې خبرې کيږې نو هغې ته دسيسه وايي.) د جنرال پرويز مشرف ستونزې که د جولايې په شلمه نيټه څوکۍ ته د قاضې ا لقضات افتخار محمد چودهري له بيا ورگرځيدو سره پيل شوي دي . له هغې وروسته د سترې محکمې له ځينې پريکړو سره دغې ستونزې خورا ډيرې شوې دي. په دغو پريکړو کې د ورک شو کسانو د پيدا کولو سره سره د هيواد پخواني لومړي وزير ميا نواز شريف ته د راتلو اجازه ده . ميا نواز شريف په لندن کې څو ورځې وړاندې يو خبري غونډه کې د روانې مياشتې په لسمه نيټه پاکستان ته حپل راتلل اعلان کړل. د پا کستان حکومتي چارواکو پريکړه کړې ده چې هيواد ته به نواز شريف له رارسيدو وروسته ونيسي . خو د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند کارکونکي وايي چې دوې به خپل مشر ته تود هرکلى واي. همداسې څرګندونې د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند يو مرکزي غړي او د صوبه سرحد پخواني وزير عبد السبحان خان وکړې. (د حکومت او د حکمرانانو خوبونه تښتيدلي دي، هغوى يواځې نواز شريف نه بلکې د شپاړسوميليونه خلکو اواز دى. د نواز شريف نيونه د پاکستان نيونه ده او څوک هم داسې نه شې کولې. موږ به د نواز شريف هرکلي ته ورځو او څوک هم چې زموږ مخې ته راځي نو لکه د خشاک په دې سمندر کې ډوبيږي .) حکومت وايي چې نواز شريف که بيرته هيواد ته راشي نو هغه به د امنيتې سرتيرو لخوا نيول کيږي. دځنې راپورونو له مخې حکومت د اټک زندان د صفايې کار پيل کړى دى چېرته چې امکان دى چې له نيولو وروسته پخوانى لومړى وزير ميا نواز شريف وساتل شي. په راولپنډۍ او اسلام اباد کې حکومت د مسلم ليګ نواز ګوند ځنې کارکونکي هم نيولې دي. د نواز شريف په دوسيه کې د حکومت او د سترې محکمې د بيلا بيلو دريځونو وضاحت مې له نامتو قانون پوه قاضي انو ر څخه وپښته، نوموړي وويل: ( نواز شريف به دې هيواد ته راځي حکومت د ا نه شې کولى چې په بلې الوتکې کې يې کيښنوي او بيا يې د هيواد نه اوباسي.) د راپورنو له مخې د متحده مجلس د سکرتر جنرال او د جمعيت علمآ اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حکمران ګوند مسلم ليګ ق سره په پټو خبرو اتروکې د مذهبې ګوندونو د اتحاد د سپريم کونسل په يو غونډه کې د ګوندونو د مشرانو ترمنځ تاو تراخوالى راپورته شوى دى. د دې تاو تريخوالي په اړه پخواني وزير سراج ا لحق وويل : (زموږ په منځ کې تاو تريخوالى ډير نه دى راغلى ، خو سپريم کونسل دا پريکړه کړې چې څوک به هم د حکومت سره ناڅاپي خبرې اترې نه کوې. بل دا چې مذهبې ګوندونه ، جنرا ل پرويز مشرف په پوځي جامو اويا له دې جامو پرته د ولسمشر په توگه نه مني) . د پاکستان ولسمشر جنرال مشرف وايي چې نوموړى به د موجوده اسمبلو نه د نور پنځو کالو لپاره ځان ولسمشر منتخب کړي. په پيښور کې د يو نامتو وکيل لطيف اپريدي څخه مې وپوښتل چې د مشرف د موجوده اسمبلو څخه يو ځل بيا د ولسمشر د منتخب کيدو په اړه د هيواد اساسي قانون څه وايي. (څه قانوني خبره نشته خو دې اسمبلۍ يو ځل مشرف ولسمشر ټاکلى دى نو ځکه په ا خلاقي توگه بيا مشرف ولسمشر نه شې منتخب کولى) . نن وکيلانو د ولسمشر په ضد خپل تحريک پيل کړ. د تحريک د پيل کولو ا علان څو ورځو وړاندې د وکيلانو يوې کميټۍ په اسلام اباد کې کړې وو. د دې تحريک په اړه نامتو وکيل قاضي انور وويل: (زموږ تحريک نن پيل شو. موږ وايو چې په دې هيواد کې دې يو پوره جمهوري نظام راشې. او حکومت دې د عوامو نمايندګانو ته وسپارل شي او پوځ ته بيرته خپلو پوځي خونو ته لاړ شي.) ولسمشر جنرال مشرف د وخت د کومو چيلنجونو سره مخامخ دى. د دغو ننگونو په اړه د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګې استاد سيد عرفان اشرف وويل: (مشرف د هر اړخ نه ګير دى. د هغه د يونيفارم ستونزه، د نواز شريف هيواد ته راتلل او د مشرف د اوسني اسمبلو نه د انتخاب ستونزه دا ټولې هغه نيګونې دي چې ولسمشر مشرف يې د پيپلز ګوند د مشرې بينظېر سره خبرو ته چمتو کړى دى) داسې خبرې هم کيږي چې کيدى شي چې په هيواد کې مارشال لا يا بيړنى حالات يانې ايمرجنسي ولګولى شي. اوسنى حالات په هيواد کې د ايمرجنسۍ د لګولوقانوني جواز ورکوي، يو ځل بيا قاضي انور:هغه وويل : ( اوس هغه حالات نه دى چې په هيواد کې به ايمرجنسي لګيږي او که داسې وشي نو سترې محکمې به يې بيرته ختمه کړې) | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى پر ترهگرۍ له بوش او مشرف سره خبرې کوي12 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف : بوش زۀ او افغان مشر گډې غونډې ته بللي يوو11 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف - بينظير( جوړجاړى) خپلې خپلې اړتياوې 01 اگست, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||