BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:58 گرينويچ 2007 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف - بينظير( جوړجاړى) خپلې خپلې اړتياوې

مشرف او بېنظير
د جنرال پرويز مشرف او بينظير بوټو د غونډې په اړه، مرکزي وزير ډاکټر شيرافګن وويل چې د دواړو مشرانو په منځ کې په ابوظهبۍ کې ليدل کتل شوي دي.
سياسي کا رپو هان وايي د پا کستان د قاضې القضات افتخار محمد چودهرځ په خپله څوکۍ له بيا په ځاى کيدو ووروسته د ولسمشر جنرال پرويز مشرف له موجوده اسمبلۍ څخه په پوځي جامه يا يونيفارم کې دبيا ټاکلو امکان تر ډيره کچه کم شوى دى.

کا رپوهان زياتوي هم د هغه خبره ده چې جنرال پرويز مشرف يې دې ته هڅولې و چې د پاکستان د پيپلز ګوند له مشرې او د هيواد له پخوانۍ صدراعظمې بينظير بوټو سره د جوړ جاړي خبرې اترې پيل کړي.

هم په دغه لړ کې تيره اوونۍ د جنرال پرويز مشرف او د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو تر منځ په ا بوظهبۍ کې خبرې اترې شوي دي.

د هيواد دوو مرکزي وزيرانو ډاکټر شيرافګن نيازي او شيخ رشيد احمد د دواړو مشرانو په منځ کې د خبرو اترو خبر تاييد کړى دى.

د جنرال پرويز مشرف او بينظير بوټو د غونډې په اړه، مرکزي وزير ډاکټر شيرافګن وويل چې د دواړو مشرانو په منځ کې په ابوظهبۍ کې ليدل کتل شوي دي.

په هم دې هکله شيخ رشيد احمد وويل چې د دواړو مشرانو په منځ کې دا ليدل کتل کامياب وو.

خو خپله بينظير بوټو د جنرال پرويزمشرف سره د ملاقات خبره نه خو ردوي او نه يې تاييدوي .

بينظير بوټو رسنيو ته وويل:

(زموږ خبرې اترې د جمهوري حکوموتونو لپاره دي، هر ګوند په پټه جوړ جاړى کړى دى، اويبا يې وروسته د دغې خبرې اعلان کړى دى. متحده مجلس عمل هم داسې کړي دي او بيا د مسلم ليگ نواز ګوند خو د خپلو ملګرو د زندان څخه د خوشي کيدو لپاره د حکومت سره د جوړجاړې څخه کار اخيستى وو، هغه وخت اصف علې زرداري ( د بېنظير بوټو خاوند او د پيپلز گوند غړى ) اته کاله په بند کې تيرکړل موږ په ډاګه خبره کوو او زموږ کار واضح دى.)

سرچينې وايي چې د ولسمشر جنرال پرويز مشرف او د پخوانۍ صدراعظمې بينظير بوټو په منځ کې د جوړ جاړي د خبرو مرکزي ټکى د جنرال پرويز مشرف پوځي څوکۍ پريښودل وو.

دا هم ويل کيږي چې که جنرال مشرف داسې وکړي، نو بينظير بوټو به يو ځل بيا د هيواد ولسمشر ۍ ته د جنرال مشرف لاره پرانيزي .

سرچينې زياتوي چې جنرال مشرف د بينظير بوټو په دريم وار د لومړځ وزارت لپاره د هيواد په اساسي قانون کې د بدلون د راوستلو ډاډ هم ورکړى دى.

تير کال د مۍ په مياشت کې بينظير بوټوپه لندن کې د هيواد د يو بل پخواني لومړي وزير نواز شريف سره د ميثاق جمهوريت په نوم يو تړون هم لاسليک کړى وو.

د دغه تړون له مخې دواړو سياسي مشرانو له پوځي واکمنو سره د هر ډول جوړ جا ړي نه کولو ژمنه کړې وه.

 سرچينې وايي چې د ولسمشر جنرال پرويز مشرف او د پخوانۍ صدراعظمې بينظير بوټو په منځ کې د جوړ جاړي د خبرو مرکزي ټکى د جنرال پرويز مشرف پوځي څوکۍ پريښودل وو.

د جنرال پرويز مشرف او د بينظير په منځ کې د روان جوړ جاړي په اړه پخواني لومړي وزير نواز شريف وويل: (دې ته خو جوړ جاړى نه بلکې دسيسه ويل کيدى شي، چې له پټې لارې خبرې کيږې نو دا خو يوه دسيسه ده.

دا لومړى وار دى چې په شپېته کلونو کې مل په يوه خبره يو شوى دى او خبره دا ده چې پو ځ دې د ملک واک پريږدي. او د عوامو د حکومت کولو لار يعنې جمهوريت دې پر ځاى شي).

د متحده مجلس عمل مشراو د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد د جنرال پرويز مشرف او د بيظير بوټو په منځ کې د مفاهمت په لړ کې په روانو خبرو اتر سختې نيوکې کړي دي.

نوموړي وويل بينظير په پټه له پوځي حکومت سره د جوړ جاړي خبرې کوي چې واقعآ له پوره ملت سره د دۀ په وينا خيانت دى.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه کوم لامل دى چې جنرال پرويز مشرف او بينظير بوټو چې په خپلو خپلو دريځونو ټينگ وو خو اوس يې پرېښودو ته اړ شول، او دوړاه مشران جوړ جاړي ته چمتو شول .

د عوامي نشنل ګوند يو مرکزي غړى افضل خان لالا وويل د واړو مشرانو خپل خپل ضرورتونه دي. بينظير ته به په گوند کې دننه زيان وشي خو د نړيوالو محکمو له دوسيې څخه به خلاصه شي.

که چيرې د جنرال پرويز مشرف او بينظير بوټو په منځ کې د روان جوړ جاړي خبرې کاميابې سره ترسره شي، د څه موخه چې واقعآ د جنرال مشرف يو وار بيا د موجوده اسمبلۍ څخه انتخاب دى، نوايا د هيواد اساسي قانون به د دغه کار ا جازه ورکړي .

نامتووکيل عبدالطيف اپريدې وايي په اخلاقي او قانوني توگه ولسمشر مشرف بايد له اوسنۍ اسمبلۍ څخه بيا ونه ټاکل شي.

نوموړي زياته کړه موجوده اسمبلۍ جنرال مشرف يو وار ټاکلى او بيا يې نه شي ټاکلى.

سياسي کارپوهان په دې اند دي چې د قاضي ا لقضات افتخار محمد چودهري په خپلې دندې په ځاى کيدل د ولسمشر جنرال پرويز مشرف لپاره ستونزې زياتولى شي.

خو ولسمشر جنرال پرويز مشر ف د سه شنبې يا نهې په ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د خپلې وينا پر مهال وويل چې له قاضې ا لقضات افتخار محمد چودهري سره يې نژدې تعلق دى او دوى غواړي چې دغه تعلق پاتې شي.

نوموړي زياته کړه سترې محمکې ته د قاضي ا لقضات په اړه سپارښتنه د ده اساسي ذمه واري وه.

سياسي کارپوهان دا هم وايي داسې بريښې چې موجوده اسمبلي به د بينظير په دريم وار د هيواد د لومړي وزارت پر څوکۍ ټاکنې ته لار جوړه کړي او په اساسي قانون کې به بدلون راولي او هم دغه رنګ به جنرال مشرف يو ځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت