|
محکمې کې د جنرال مشرف د وژلو هوډ په ډاگه شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
محمد بابر ته ويل شوي وو که دى د لندن په بمي بريدونو کې د اوو تورنو کسانو پر ضد شاهدي ورکړي نو وبخښل شي . دۀ د لندن په محکمې کې له وکيلانو سره وويل که همکاري يې نه واى کړې نو په پاکستان کې به د اعدام له سزا سره مخامخ شوي واى . بابر وويل چې په ٢٠٠٢ کال کې دۀ د پرويز مشرف د وژلو په دوو دسيسو کې لاس درلود . په لومړۍ پيښه کې له دۀ سره کلاشينکوفونه ، مهمات او لاسي بمونه وو . په دويمه پېښه کې يوۀ بل کس دى ورسره گډ کړى و چې غوښتل يې يوه ډله جوړه کړي او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ووژني . دا ټول شواهد د اوو برتانوي کسانو په قضيه کې راڅرگند شوي دي چې په پاکستانۍ دسيسو کې يې لاس نه درلود خو ويل کيږي چې هغۀ هيواد کې يې روزنه شوئ وه . په دوى د لندن د بمي بريدونو د دسيسى جوړولو تور دى . د دغو اوو کسانو د مدافعې وکيلان وايي چې بابر د ځان د ژغورولو لپاره په محکمه کې دروغ وايي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||