|
مشرف د ترهگرۍ پر ضد له جگړې د وتلو گواښ وکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جنرال مشرف د جمعې په ورځ ( د اپريل په ١٣ د وري ٢٤ ) ګواښ وکړ که چيرې امريکې او امريکايي مطبوعاتو د پاکستان په اړه د ترهګرۍ په ضد د جنګ په رول شکونه جاري وساتل نو د نړيوال ايتلاف څخه به ووځي . جنرال مشرف اسلام آباد کې د ٢٢ هېوادونو د پوځي جرنيلانو يو کانفرنس ته په خپله وينا کې ټينګار وکړ که چيرې د پاکستان په استخباراتي ادارې (اى ايس اى ) او په دۀ د دروغو تور ولګول شو نو بيا په نړيوال اتحاد کې د پاتې کيدو هيڅ جواز نه وي . جنرال مشرف وويل چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جگړه کې د ټولو هيوادونو څخه زياتې قربانۍ ورکړى دى او بايد چې په هېواد يې شک ونه کړى شي . د جنرال مشرف په وينا پاکستان د لويديځې نړۍ هغې انتقاد سره مخامخ دى چې وايي په خپله خاوره ترهګر د منځه يوسي او دا چې افغانستان کې د طالبانو د مخنيوي لپاره په صحيح توګه همکاري نه کوي . جنرال مشرف، چې د امريکې په مشرۍ د نړيوال ايتلاف يو مهم غړى بلل کيږي، وويل چې په پاکستان انتقاد صحيح نه دى . جنرال مشرف د امريکې لخوا د فشار لاندى راغلى چې د طالبانو او القاعدې د غړو په ضد نور ګامونه واخلي چې ويلي کيږي اوس هم پاکستان کې پټ دى . امريکايي او افغان چارواکو په وار وار ويلي دي چې اورپکي افغانستان کې په امريکايي ، نړيوالو او افغان ځواکونو له بريدونو وروسته د پاکستان قبايلي سيمو ته د پناه لپاره داخليږي. په همدې ترڅ کې د کاناډا له يوې ټيلى ويژني شبکې سره په مرکه کې جنرال مشرف پر افغان مشر حامد کرزي تور ولگاوۀ چې له حقايقو څخه هيڅ خبر نه دى . کله چې له پاکستاني ولسمشر څخه وپوښتل شول چې آيا د افغان ولسمشر په هغو څرګندونو په قهر دى چې وايي ملا عمر په پاکستان کې دى نو هغه وويل (( هو ، ډير په قهر يم )) . | ورسره تړلي نور خبرونه گېټس، مشرف د طالبانو د ماتولو لارې څېړي12 فبروري, 2007 | خبرونه مشرف له طالبانوسره دISI مرسته نه مني 28 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف : بوش زۀ او افغان مشر گډې غونډې ته بللي يوو11 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف: طالب او القاعده در اوړي ، په ما شک مه کوئ07 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف: ځينې ورانکاري رېښتيا هم افغانستان ته اوړي 21 جولاى, 2006 | خبرونه افغان چارواکو د ښاغلي مشرف نيوکې ردکړې06 مارچ, 2006 | خبرونه بوش : د القاعدې ماتول نور کار غواړي04 مارچ, 2006 | خبرونه مشرف له چينه بخښنه وغوښته21 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||