BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:10 گرينويچ 2006 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش : د القاعدې ماتول نور کار غواړي
بوش - مشرف
بوش وويل مشرف د سپتمبر له ١١ نېټې وروسته زړور گام اخيستى و .
ولسمشر بوش وايي د القاعدې د ماتولو لپاره نور کار ته هم اړتيا شته .

د سويلي اسيا د سفر په وروستي پړاو کې په اسلام اباد کې يوۀ خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت ښاغلي بوش وويل د سپتمبر له ١١ نېټې وروسته ولسمشر پرويز مشرف زړور گام واخيست چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې يې له واشنگټن سره لاس يو کړ .

ولسمشر مشرف وويل دى له متحدو ايالاتو سره د همکاريو يوۀ نوي پېر ته سترگې په لاره دى .

تر دې وړاندې دواړو مشرانو د جنرال مشرف په رسمي استوگنځاى کې وليدل چې کلک امنيت يې نيول شوى و .

په همدې ترڅ کې پوليسو د حکومت مخالفو ديو مشر او د پاکستان دپخواني کريکټ ستوري عمران خان په گډون يو شمير مخالف سياستوال او د هغوى ملاتړي ونيول ، دوى نيت لارۀ چې اعتراضي لاريون وکړي .

تر دې وړاندې حکومت مخالفو مذهبي گوندونو پر خپلو ملاتړو غږ وکړ چې د ښاغلي بوش د سفر په ترڅ کې د احتجاج په دود تورې پټۍ وتړي .

امريکايي ولسمشر له هنده پاکستان ته ولاړ هلته دۀ له متحدو ايالاتو سره د هند پر ملگرتيا ټينگار وکړ . ښاغلى بوش تر هند وړاندې په افغانستان کې و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت