BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:54 گرينويچ 2006 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له کابله وروسته بوش هند ته ورسيد

بوش
ولسمشر بوش خوښي وښوده چې امريکا د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه لري .
ولسمشر جورج بوش د افغانستان له لومړني سفره وروسته اوس هند ته له دې پيغام سره ورسيد چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دى .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى او د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش په خپلو کې له څه کم دوه ساعته خبرو اترو وروسته ، د کابل په ارگ کې د گل خانې د ماڼۍ مخې ته د خبر يالانو په وړاندې راڅرگند شول .

ښاغلي کرزي د لومړي ويناوال په توگه په خورا توده ژبه افغانستان ته د خپل امريکايي سيال او د هغه د ميرمنې لورا بوش د سفر هر کلى وکړ او ښاغلى بوش يې د افغانستان د خلکو يو مضبوط ملاتړى وباله .

(( نن دا زموږ لپاره ډيرې په زړه پورې شيبې دي چې خپل لوى دوست او لوى ملاتړى په افغانستان کې وينو . دا هغه څوک دى چې له موږ سره يې د هيواد په ازادۍ او د بيا رغونې او ولسواکۍ په ډگرونو کې پراخې مرستې کړي دي . ))

دا ډول ولسمشر کرزي له لويه سره له ترهگرۍ سره په مقابله او د يوه غوړيدلي افغانستان په راد بره کيدو کې د امريکايي ولس د ونډې او مرستو ستاينه وکړه .

ولسمشر بوش هم په خپل وار افغانستان ته په سفر خوښي وښوده او دا يې داسې يو هيواد وباله چې وگړي يې د ده وينا په عزت د ژوندکولو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي .

دا ډول يې په دې هم خوښي وښوده چې امريکا د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه لري .

ښاغلي بوش د ولسمشر کرزي د رهبرۍ ستاينه هم وکړه او هغه يې د افغانستان سولې ، امنيت او پرمختيا ته وفاداره شخصيت وباله .

په ټوله کې يې د افغانستان برياوې او تجربې داسې يو څه وبلل چې په وينا يې د ازادۍ د لاس ته راوړو لپاره نورو هيوادونو ته هم ښه انگيزه ورکولى شي . ولسمشر بوش وويل :

(( د نړۍ ټول وگړي د افغانستان د تجروبو څارنه کوي . هيله لرم د افغانستان خلک په دې وپوهيږي چې دموکراسي د ټولو په گټه ده . تاسو نورو ته الهام وربښۍ . همدا د دې لامل گرځي چې نور هم د خپلې ازادۍ غوښتنه وکړي . او هر څومره چې په نړۍ کې ازادي وده مومي ورسره جوخت سوله او امنيت هم غښتلى کيږي . ))

څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايې ځواکونو د پلي کيدو په مهال د ولسمشر بوش يوه لويه غوښتنه د القاعده د مشر اسامه بن لادن نيول وو .

هند ته د ولسمشر بوش تر رسيدو وړاندې د دۀ پر ضد مظاهرې وشوې .

د دې لپاره د امريکا حکومت د ٢٥ ميليونه ډالرو انعام هم کيښود خو نوموړى لا تر اوسه ازاد گرځي .

په همدې اړه يوې پوښتنې ته د ښاغلي بوش ځواب دا وو چې امريکا او ملاتړي يې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې ورو خو ډاډمن گامونه اخلي په دې کې يې پاکستان هم خپل ملاتړى وباله او پر ولسمشر مشرف يې غږ وکړ چې عدالت ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن او د هغه د ملگرو درول مهم وبولي . ولسمشر بوش وويل :

(( ولسمشر مشرف ته زما پيغام دادى چې عدالت ته د دغو خلکو درول مهم وبولي . دغو کسانو څلور ځله پخپله دده د وژلو هڅه هم کړې ده . دغه کسان د شيطان کړکۍ دي . دوى يو لوى دين يرغمل کړى او د همدغه دين په نامه بې گناه انسانان وژني . ))

د افغانستان دحکومت يوه لويه نيوکه داده چې گواکې د وسله والو مخالفانواډې يې په پاکستان کې دي اود بريدونو لپاره د پولې له ها خوا وراوړي .

په دې اړه د ښاغلي بوش څرگندونې داسې وې چې نه يوازې د افغان چارواکو د دغه انگيرنې د رد څه څرک پکې نه وو . بلکې بر عکس يې ټينگار په دې وو چې له ولسمشر مشرف سره به په جدي ډول پر دغه ستونزه خبرې کوي . دۀ وويل :

(( زه به په يقيني ډول له ولسمشر مشرف سره له پولې نه د رااوښتو پر دغه ستونزه خبرې وکړم . دا داسې يو څه دي چې هم يې امريکايې سرتيرو او هم يې د هغوى اتلافي انډيوالانو ته کړاوونه پيښ کړي دي . همدا به زموږ تر مينځ د خبرو د سر ټکى وي . ))

له ښاغلي بوش نه د ايران د اتومي پروگرام په اړه هم پوښتنه وشوه . ځواب يې له دغه پروگرام سره د سخت مخالفت ښوده وو او ويې ويل ايران به هيڅکله پرينښودل شي چې اتومي وسله تر لاسه کړي هغه څه چې ده د ټولې نړۍ سولې او امنيت ته يو لوى گواښ وباله .

ښاغلي بوش له لويه سره د افغانستان او امريکا تر مينځ اړيکي د ستراتيژيک ارزښت وړ وبللې . او په دې اړه يې د دواړو هيوادونو تر مينځ د ستراتيژيکې ملگرتيا د تړون د لاسليک کيدو يادونه هم وکړه .

دا ډو ل يې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو حضور او د پاتې کيدو مودې ته په اشارې سره وويل چې دغه سرتيري د افغانستان د قانوني او انتخابي دولت په غوښتنه په دې هيواد کې د دموکراسۍ د ودې او د افغانانو د سوکالۍ لپاره فعاليت کوي او تر هغې به دلته وي چې د افغانستان د خلکو برى يقيني شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
ولسمشر بوش کابل ته ورسيد
01 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت