 |  افغان بنديان دې افغان حکومت ته وسپارل شي | دافغانستان ولسمشرحامدکرزى به سباپه واشنگټن کې له ولسمشربوش سره گوري .دښاغلي کرزي سفرپه داسې مهال کې کيږي چې دواړه هيوادونه يوپه بل دبنديانو سره دناوړه چلند او داپينو دکرنې سره دمبارزې ناکامي پړه يوپربل اچوي. ښاغلي کرزي ويلي چې سبابه له ولمسشر بوش سره په خپله کتنه کې دبنديانوسره امريکايي پوځيانودناوړه چلند مسله وڅيړي. له بلې خواد نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې دامريکې دسفارت نه ديوه ياددښت په بنسټ ليکلي چې کرزى داپينودکرنى په برخه کې پاتې راغلى دى اوددې علت دښاغلي کرزې کمزورى مشرتوب يادوي.  |  امريکادې دافغان حکومت له اجازې پرته جنگي عمليات نه کوي  حامدکرزى |
وړاندې حامدکرزي ويلى وو چې له امريکايانوغواړي چې په گوانتانامواونوروځايونوکې افغان بنديان دې افغان حکومت ته وسپاري اوجنگي عمليات دې هم دافغان حکومت په خوښه اوسلاسرته رسوي. دجنگي عملياتوپه لړکې دهيوادپه جنوب ختيځ دپکتيکاپه ولايت کې دوولس ياغيان وژل شوي اويوامريکايي عسکرټپي شوى دى . |