BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ولسمشر حامد کرزى د امريکا متحدو ايالتونو ته رسيدلى دى
ښاغلي کرزي د بنديانو سره ناوړه چلند وغانده
ښاغلي کرزي د بنديانو سره ناوړه چلند وغانده
افغان ولسمشر حامد کرزي دامريکې متحدو ايالتونو ته تر تگ دمخه دافغانستان دبگرام په هوايي ا ډه کې د بنديانو سره دامريکايي پوځونو دناوړه چلند په اړه خپله غوصه او کرکه څرگنده کړه .

دا ادعاوې دامريکايى پوځيانو لخوا دنيويارک تايمز ورځپاڼې ته څرگندې شوې دي . پدې ادعاوو کې داسې تورونه هم شته چې يو بندى په يوه شپه اوورځ کې سل ځله وهل شوى اوځکه خومړ شوى دى .

ښاغلي کرزى دهر امريکايي عسکر دسزا اوله پوځ نه دهغه د لرې کولوغوښتنه وکړه چې له افغان بنديانو سره په ناوړه چلند تورن اوگرم وى .

له ښاغلي کرزي نه دا پوښتنه هم وشوه چې له ولسمشر بوش سره به دراتلونکې اوونى په کتنه کې همدا خبره وکړې کنه؟ ښاغلي کرزي وويل هوحتما" . ښاغلي کرزي خپلې هغه غوښتنې بيا تکرار کړې چې په گونتانامو کې افغان بنديان دې افغان حکومت ته وسپارل شي .

دا د پخوا په پرتله دښاغلي کرزي ځيږې څرگندونې دي چې لاهم افغانستان په امريکې اودهغې په مرسته تکيه کوونکى هيواد گڼي . څه موده وړاندينى مضاهرې اوناکرارى که څه هم اوس غلې شوې دي ، دامريکې دتگلارې اود هغه دشته والي په وړاندې يوه بله يادونه وه .

اوس افغان ولسمشر گومان کوي چې نور نو نشي کولى امريکايانو ته دهر څه دکولو اوسر ته رسولو اجازه ورکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت