BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:48 گرينويچ 2005 ,31 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دولسمشر کرزي او ولسمشر بوش ترمنځ وروستې ټيليفوني خبرې
News image
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، ، له ښاغلي بوش سره په خپلو دغو تېلفوني خبرو کى د علاقي وړ نورو مسالو برسېره ، په سېمه کى د تاوترېخوالي دکمولو او د تره گري په وړاندي د مبارزي په اړه هم سره خبري کړېدي
د اولسمشر له دفتر څخه په خپر ې شوې خبر پاڼي کى راغلي چى دواړو اولسمشرانو پر ون د خپلو دغو تېلفوني خبرو په لړ کى په افغانستان کى د راتلونکې پارلماني ټاکنو او له گاونډېانو سره ، د افغانستان د اړېکو په اړه سره غږېدلي دي .

دا په وروستي ېو ه مېاشت کى د افغانستان د اولسمشر حامد کرزي او د امرېکې د متحدو اېالاتونو د اولسمشر جورج بوش تر مېنځ دوېمې تېلفوني خبري دي .

څنگه چى په دې اړه ، د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر په خبر پاڼه کى راغلي ، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ، په خپلو دغو تېلفوني اړېکو کى د تره گرې او د نشه ېې توکو په وړاندي د مبارزي ، ټاکنو ته د تېارېو او له گاونډېانو سره د افغانستان د اړېکو په اړه خبري کړېدي .

 (( د افغانستان او پاکستان تر مېنځ په اړېکو کى ېو لړي ستونزي او سوړوالي رادبره شوي وو نو ځکه د افغانستان او پاکستان چارواکو عادي حالات ته، ددغو اړېکو د بېرته و ر ستنولو او د باور د فضا د ټېنگولو لپاره ېو لړ هڅي وکړي چى په ظاهر ه په دي برخه کى څه ناڅه پر مختگونه هم ترلاسه شوېدي . ))
د ولسمشر کرزي سلاکار ډاکتر داد فر سپنتا
څه باندي ېو مېاشت مخکي ، د افغانستان او د پاکستان د چارواکو تر مېنځ د لفظي شخړو په سختېدو پسي ، د امرېکې ولسمشر ، د ښاغلي کرزي او د پاکستان د ولسمشر جنرال پر وېز مشرف سره ، تېلفوني خبري وکړي .

د ولسمشر د مطبو عاتي دفتر په خبر پاڼه کى راغلي چى د امرېکې ولسمشر په دغو تېلفوني خبرو کى ، په افغانستان کى د پارلماني ټاکنو د مرستي لپاره د امرېکې او د نړېوالي ټولني پر ملاتړ ټېنگار وکړ ، خو په دي برخه کى ېې کومه نوې ژمنه ونکړه .

خو ښاغلي سپنتا ددي لامل دا بولي چى د افغانستان او امرېکې تر مېنځ د استراتېژېکې ملگرتېا د تړون له لاسلېک څخه وروسته ، نور نو نوېو ژمنو ته اړتېا نشته.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت