BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:02 گرينويچ 2006 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش : افغانستان به په سيمه کې وتلې بېلگه شي
کرزى - بوش
ولسمشر کرزي له ښاغلي بوش څخه د هغو مرستو له امله مننه وکړه چې له افغانستان سره يې کړي دي .
افغانستان ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج بوش له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او د ارگ په ماڼۍ کې يې د يوۀ خبري کانفرانس په ترڅ کې نن د چارشنبې په ورځ ( د کب ١٠ د مارچ ١ ) ځوابونه وويل .

ولسمشر بوش وويل متحد ايالات له افغانستان سره مرستو ته ژمن دى او غواړي چې دغه هيواد نه يوازې په گاونډ کې بلکه په ټوله سيمه کې پر يوۀ مثالي هيواد بدل کړي .

ولسمشر کرزي له ښاغلي بوش څخه د هغو مرستو له امله مننه وکړه چې له افغانستان سره يې کړي دي .

ښاغلي بوش وويل وياړي چې افغانستان ته راغلى دى . دۀ وويل د افغانانو دا هوډ چې ديموکراسي راولي نورې نړۍ ته سېک او هيله ورکوي .

امريکايي ولسمشر وويل افغانستان ته دپولې له پورې غاړې د ترهگرو راتگ يوه مساله ده چې دى به پرې خبرې کوي .

د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بوش وويل دى به په پاکستان کې د هغۀ هيواد له مشرتابۀ سره د افغانستان د امنيت په باب خبرې کوي .

د متحدو ايالاتو ولسمشر له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو پر لاسليک شوي تړون بيا ټينگار وکړ او ويې ويل چې د ولسمشر حامد کرزي پر مشرتابۀ باور لري .

ښاغلي بوش زياته کړه چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن او د طالبانو مشر ملا عمر به نيول کيږي او محاکمې ته به وړاندې کيږي .

امريکايي ولسمشر د خپل ولس لپاره دا ديره مهمه وبلله چې افغان ماشومان ښوونځيو ته ولاړ شي او سوله ييز ژوند ولري .

دا چې ماشومان په افغانستان کې ښوونځيو ته ځي د امريکا ولس ته دا ډيره مهمه ده

د دا دغه هيواد ته په نژدې نيمه پېړۍ کې د يوۀ امريکايي ولسمشر لومړنى سفر دى.

ښاغلى بوش به په بگرام کې امريکايي سرتيرو ته هم وينا کوي .

لومړى ځل جنرال آيزنهاور د امريکا د ولسمشر په توگه کابل ته ورغلى و او د هغه مهال له ټولواک محمد ظاهر شاه سره يې کتلي و.

ټاکل شوې ده ښاغلى بوش په کابل کې له لنډې تمېدنې وروسته هند او پاکستان ته هم سفر وکړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ولسمشر بوش کابل ته ورسيد
01 مارچ, 2006 | خبرونه
بوش په اروپا کې دى
21 فبروري, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت