BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:00 گرينويچ 2005 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش په اروپا کې دى
بوش
د امريکا ولسمشر هڅه کوي چې له اروپايانو سره خپل مخالفتونه هوار کړي
ولسمشر بوش به په بروکسل کې په خپلې سترې وينا کې پر گوت نيونکو غږ وکړي چې د امريکا او اروپا ترمنځ د يوه نوي پېر په رغولو کي ورسره مرسته وکړي.

ښاغلى بوش چې اروپا ته د پنځو ورځو په سفر دى پر دې هم ټينگار وکړي چې هغه لنډ مهاله درزونه به د امريکا او اورپا ترمنځ اړيکي ورانې نه کړي ، چې دعراق پر سر جگړې له امله ددوى تر منځ را ټوکيدلي دي.

ښاغلى بوش به د نورو اروپايي هېوادونو د مشرانو تر څنگ د فرانسې د ولسمشر ژاک شيرک، د جرمني چانسلر گيرهارد شرويډر او د روسيې له ولسمشر ولادي مير پوتين سره وگوري. نوموړو هېوادونو د عراق سره د جگړې پر سر د امريکا د تگ لارو مخالفت کړى وو.

اروپا ته ښاغلى بوش ددې لپاره نه دى راغلى چې د اقتصاد په اړه ليکچر ورکړي بلکه د سفر اصلي موخه يې دا ده چې د هواد بدلون په اړه به د اروپايانو پر انديښنو او په نړۍ کې د خوار ځواکۍ د لږولو دلاروچارو پر موندلو وغږيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت