|
بوش د برتانيا او جرمني منندوى دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر بوش دا خبره په گوته کړه چې جرمني د يوۀ ملگري په توگه څومره ارزښت لري، او په عراق کې يې د ثبات او د بيا رغاونې لپاره د هغه هيواد مرسته مهمه وگڼله. ښاغلى بوش دغه راز له جرمن مشرانو مننه وکړه چې له بريتانيا او فرانسې سره په هغه څه کې ملگري شوي چې ده د ايران د اټومي پروگرام په اړه يوه مخکښ رول وباله. ښاغلي بوش بيا دا خبره وکړه چې ټولې لارې تر بحث لاندې دي، دا خبره د جرمني له دريځ سره توپير لري چې د زور کارول ردوي. خو د امريکا ولسمشر دغه راز ټينگار وکړ چې ديپلوماتيک بهير به د ټولو په سر کې وي. دواړو مشرانو همدا راز د نړيوالې تودېدنې په اړه د کېوټو د تړون پر سر خپل اختلافونه هم ومنل، خو ويې ويل چې د يوۀ ښه چاپېريال لپاره به لاهم په گډه هلې ځلې کوي. نو د جورج بوش د سفر مرکزي موضوع ، دا چې د اتلانتيک ټلواله لاهم ژوندي او ښه ده، دلته په جرمني کې نوره هم پياوړې شوې ده. خو د عادي جرمنانو په منځ کې لاهم د بوش د حکومت په اړه ډېر شکونه شته دي. د هغه د تگلارو په اړه اختلافونه لاهم پرځاى پاتې دي. د بېلگې په توگه دا خبره د يادولو وړ ده، چې يوه ټکى هم د چين په اړه ونه ويل شول، چې جرمني غواړي پرې د وسلو بنديز لرې شي. متحده ايالتونو پر چين د وسلو د بنديز د لرې کولو مخالف دى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||