|
زلمي خليل زاد د عراق د نوي سفير په تو گه اعلان شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښاغلي خليل زاد چې ٥٤ کاله عمر لري د منځني ختيز او د پوځي چارو يو کارپوه دى وايي نوې دنده به يي اسانه نه وي. زلمي خليل زاد پژندگلو: زلمى خليل زاد دجمهورې پلوو د رونالد ريگن نه نيولي دجارج بوش د پلار او بيا په خپله د بوش د حکو متونو يو له نزدې پلويانو نه پاتې شوي . نوموړى د سړې جگړي او بيا د سپتمبر له ١١ نېټې څخه وروسته په پر له پسې توگه د امريکا د حکو متونو له اړخه د افغانستان او د نورې اسلامي نړۍ د هېوادونو په سياست کې څه افغانستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي ، افغانستان لپاره د امريکا د سفېر او اوس عراق لپاره د امريکا د نوي سفير په توگه سياسي ماموريتونه تر سره کوي .
د سړې جگړې په مهال د ٨٠ ايزې په اوږدو کې ښاغلي خليل زاد د امريکا د سياستونو په رڼا کې له مجاهيدنو نه ملاتړ کاوه . او د کلتنتن د جمهوري رياست په دوره کې د تحقيقاتو په انستيتوت کې په کارونو بوخت وه . او پدا وروستو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو او په عراق کې د صدام حسين د حکو مت د نسکورولو په مهال زلمې خليل زاد هر وخت د ولسمشر بوش مشاور پاتې شوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||