BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:43 گرينويچ 2005 ,24 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښاغليو کرزي او بوش د ستراتيژيکي همکارۍ يوه اعلاميه لاسليک کړه
کرزى او بوش خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي
کرزى او بوش خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د هغه سيال جورج بوش د ستراتيژيکي همکارۍ په اړه د تفاهم يوه اعلاميه لاسليک کړې ده .

په سپينه ماڼۍ کې د خبري ناستې پر مهال ولسمشر کرزي وويل چې ددې اعلاميې تر مخه به امريکا له افغانستان سره د پوځ په روزلو او بيا رغاونه کې مرستې کوي، چې دده په وينا هېواد يې وکولاى شي چې پر خپل پښو ودريږي.

په افغانستان کې د امريکا د دومداره شتون پر سر انديښنو د ليري کولو په اړه ښاغلي بوش وويل چې د افغان حکومت سره به سلا وکړي که چيرې فکر وکړي چې د هغه هيواد امنيت او خپلواکۍ ته گواښ رامنځ ته کوي.

دواړو مشرانو همدا راز خپل ترمنځ په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په لاس د افغان بنديانو سره د ناوړه چلند د ادعاو په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي وويل چې دى په دې راپورونو خواشينى شوى دى خو دى پوهيږي چې افغانان په دې کار امريکايي وگړي نه گرموي.ولسمشر کرزي دا ژمنه هم وکړه چې تر راتلونکو ٦ کالو پوري به په خپل هيواد کې د کوکنارو کر پر يوه مخ له مينځه يوسي.

په دې ورستيو کې زاسي راپورونه وه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر ښاغلي کرزي نيوکې کړې وي چې د کوکنارو د توليداتو په مخنوي کې پاتى راغلى وو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت