|
کابل ته د بوش سفر د برتانيا په ورځپاڼو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان ته د امريکا د ولسمشر جورج بوش پنځه ساعته سفر برتانوي ورځپاڼو ته دځينو په ليکنه، ددغه هير شوي هيواد پر حالاتو د ليکنو پلمه ورکړې ده. د اينډپنډنټ په سرمقاله کې چې نوم يې دى: ((غفلت، له لاسه وتلي فرصتونه او د طالبانو راستنېدل)) راغلي دي: سره له دې چې ولسمشر بوش پرون ( د کب ١٠ د مارچ ١ ) په کابل کې د افغانستان په اړه له خوش بينۍ ډکې څرگندونې درلودې، شک نشته چې دغه هيواد د کړکېچ پر خوا درومي او ورځپاڼې په دې ترڅ کې ډگر ته د طالبانو بيا راستنېدل، تر ټولو اندېښمنوونکي بللي دي. دغه راز د حکومت تر ټولو ستره ستونزه پر بهرنيو مرستو د حامد کرزي د حکومت ډډه لگول او د ليکوال په آند يوازې په پلازمېنه کې د حکومتي واکمنۍ محدود پاتېدل دي. ورځپانه د هغه څه ډېر مسووليت چې غفلت بلل شوى، پر لوېديځو دولتونو اچوي چې د نورو بوختياوو له امله يې ، چې ستره يې عراق گڼل شوى، له افغانستان سره خپلې ژمنې هېرې کړدي. د ډيلي ټلگراف ورځپاڼې، په يوه مطلب کې افغانستان ته د امريکا د نه پام مخينه په پنځوسمو کلونو کې د آيزنهاور د ولسمشرۍ او د محمد ظاهرشاه د سلطنت مهال ته پر څټ بيولې او ليکي: د امريکا دولت هغه مهال د پاکستان ملاتړ د افغانستان د اقتصادي بنسټ تر پياوړتيا او ټينگښت غوره بللي و. د گارډين ورځپاڼې د افغانستان او عراق په پرتله کولو، افغانستان د بري يوه بېلگه بللې او د حالاتو په کابو کولو کې يې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سياسي هوښيارۍ د يادونې په ترڅ کې ليکلي چې لاهم، په تېره بيا امنيتي ډگر کې اندېښنې پرځاى پاتې دي او په دې وروستيو مياشتو کې، دطالبانو بريدونو، مخصوصا" په ختيځ او جنوب کې زور اخيستى دى. گارډين په کابل کې د ولسمشر بوش څرگندونې راغبرگې کړي چې د ملاعمر او اسامه بن لادن نيول حتمي دي، خو خبره يوازې د وخت ده. ورځپاڼه دغه راز د پاکستان دا ټينگار چې د پولې له هغې نه يې پر افغانستان د بريدونو د مخنيوي لپاره خپل ټول وس کارولى، قانع کوونکي نه بولي. | ورسره تړلي نور خبرونه هند او امريکا ناندر ييز تړون لاسليک کړ02 مارچ, 2006 | خبرونه له کابله وروسته بوش هند ته ورسيد01 مارچ, 2006 | خبرونه بوش : افغانستان به په سيمه کې وتلې بېلگه شي01 مارچ, 2006 | خبرونه کابل ته د ولسمشر بوش د سفر انځوريز رپورټ01 مارچ, 2006 | خبرونه ولسمشر بوش کابل ته ورسيد01 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||