BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:58 گرينويچ 2006 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هند او امريکا ناندر ييز تړون لاسليک کړ

بوش
ولسمشر بوش د هند د مشرتابۀ ستاينه وکړه
هند او امريکا د ا ټوم په ډگر کې د ملکي همکارۍ ناندره ييز تړون لاسليک کړ.

له دې سره به هند د امريکا اټومي ټکنالوۍ ته لاس ومومي چې د خپل غوړېدونکي اقتصاد د اړتيا وړ انرژي پرې توليد کړي.

هند به په بدل کې د خپلو پوځي او ملکي اټومي پروگرامونو د جلا کولو ژمنه کوي او ورسره ورسره به خپل اټومي تاسيسات د اټومي انرژۍ د نړيوالې ټولنې د پلټنو لپاره پرانيزي، که څه هم دغه هيواد د اټوم د نه خپرولو تړون ندى لاسليک کړى.

تړون ته د رسېدو اعلان په ډيلي کې د امريکا د ولسمشر جورج بوش او د هند د لومړي وزير من موهن سنگ تر خبرو وروسته وشو.

ولسمشر بوش تړون د دواړو هيوادو تر منځ د رامنځته شويو ستراتيژيکو اړيکو زړى وباله، چې د هغه په وينا به د ولسواکۍ د گډو ارزښتونو، د قانون پر واکمنۍ او مذهبي پلوراليزم ولاړې وي. ښاغلي بوش وويل:

(( موږ نن د اټومي انرژۍ په اړه يوه تاريخي تړون ته ورسېدو. زه پوهېږم چې دددې تړون کول د لومړي وزير لپاره آسان کار نه و. د امريکا د ولسمشر لپاره هم دې تړون ته رسېدل آسان نه و، خو دا يو ضروري تړون دى. دا هغسې يو تړون دى چې دواړو ولسونو ته به گټور پرېوزي. زه ستاسې زړورتيا او مشرتوب ستايم. اوس به موږ په امريکا کې له کانگرس سره د څولسيزو د يوه قانون پر اړولو کار کوو چې ددې مهم نوښت لور ته د خوځېدو وړتيا به راکړي)).

دا ستونزمنې خبرې وې ، خو لومړي وزير من موهن سنگ تړون ته په رسېدو خوښي وښوده:

((زه په تېره بيا خوښ يم چې د اټوم په ملکي ډگر کې د ٢٠٠٥ کال د جولاى د اتلسمې نېټې د گډ تړون د پلي کولو په اړه يوه پوهاوي ته ورسېدو.

ما ولسمشر ته خبر ورکړ چې هند دهغو ملکي تاسيساتو مشخص کول پايته رسولي چې موږ ورته ژمن يو)).

ولسمشر بوش پرون د افغانستان تر لنډې کتنې وروسته هند ته ورسېد او د ډيلي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې يې له رسمي مراسمو وروسته په راج گټ کې د مهاتما گاندي پر يادگار د گلانو گېډۍ کېښوده. ټاکل شوې ده دواړه لوري پر اټوم سربېره، پر اقتصادي اړيکو هم وغږېږي. ولسمشر بوش هند د امريکا يو طبيعي ملگرى وباله چې د هغه په وينا به په راتلونکو کلونو کې يو حياتي شريک پاتې وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ولسمشر بوش کابل ته ورسيد
01 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت