BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:04 گرينويچ 2007 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو د بشري حقونو د څار ټولنې رپوټ رد کړ

ناټو او بشري حقونه
د بشري حقونو د څار د ټولنې په دغه رپوټ کې لويه نيوکه په امنيت کې د پاتې راتلو له اړخه وه .
د بشري حقونو د څار ټولنې د لندن د تړون د لومړۍ کليزي په مناسبت له بربنډو نيوکو په ډک دغه رپوټ کې د امنيت ، ښې ادارې او اقتصادي پرمختگ په ډگرونو کې پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې له لويه سره د ناکامۍ تور لگولى .

د بشري حقونو د څار د ټولنې د دغه وروستي رپوټ په وړاندې د ناټو ISAF د چارواکو غبرگون په رپوټ کې د کاريدلې ليکنې په څير توند او پريکنده وو .

په کابل کې د ناټو د ملکي استازۍ وياند مارک ليتي دغه رپوټ له انصاف او حقيقتونو ليرې وباله . انگيرنه يې دا وه چې د رپوت ليکونکې ډله گواکې د افغانستان له پيښو او پرمختياوو بې خبره ده .

(( د بشري حقونو د څار ټولنې دغه رپوټ نه يوازې له انصافه ليرې دى ، بلکه په ډاگه داسې بريښي چې پر خورا کمزورو څيړنو ولاړ دى او حقيقتونو ته پکې شا اړول شوې . معلوميږي چې د رپوټ په ليکنه کې د داسې کسانو لاس دې چې د افغانستان په اړه په څه نه پوهيږي او له رامينځ ته شويو پرمختياوو هم خبره دي. د رپوت ليکونکو د حقيقتونو په ځاې تش پر نظرونو ډډه لگولې . موږ هيله لرو چې دوى به د بل رپوټ د ليکلو په مهال د افغانستان په اړه د حقيقتونود موندلو هڅه وکړي . يو ځل بيا وايم چې دغه رپوټ له انصافه ليرې ، ناسم او پر خورا کمزورې څيړنه ولاړ دى . ))

د بشري حقونو د څار د ټولنې په دغه رپوټ کې لويه نيوکه په امنيت کې د پاتې راتلو له اړخه وه . رپوټ ددې بيلگه د هيواد په سويل او ختيځ کې د طالبانو له لورې د بريدونو په کچه کې څرگند زياتوالى را اخلي او دا ډول د ناټو په ځوابيه بريدونو کې د ملکي تلفاتو د پام وړ کچې ته گوته نيسي .

ښاغلي ليتي دې ته په ځواب کې دا ومنله چې د برتانوي قوماندان ډگر جنرال ډيويډ ريچارډ په مشرۍ د نهم ISAF د ماموريت د پيل په لومړيو مياشتو کې تيروتنې وې خو په وينا يې دوى گواکې له دغو تيروتنو ډير څه زده کړه کړي دي .

(( موږ په خپل کمپاين کې د بيا رغوونې د بهير د غځولواو د خلکو په ژوند کې د سوکالۍ د راوستو، د حکومتي ادارو د اصلاح او د امنيت د غښتلتيا په چارو کې د همغږۍ د رامينځ ته کولوپر مټ بلاخره بريالي شو . خو په خواشينۍ سره چې په پيل کې ددغو درې واړو چارو تر مينځ توازن او همغږۍ ته پوره پام نه کيده . دا يوه تيروتنه وه . غواړم په پرانستې لهجه ووايم چې موږ ځينې نورې تيروتنې هم درلودې . ځنيې وخت بمونه په هدفونو سم ندي لگيدلي او په تيروتنه کې بيگناه خلک وژل شوي . خو موږ له دغو تيروتنو زده کړه هم کړې او هڅه مو دا ده چې په راتلونکې کې دغه ډول تيروتنې تکرار نه شي . ))

 ځنيې وخت بمونه په هدفونو سم ندي لگيدلي او په تيروتنه کې بيگناه خلک وژل شوي . خو موږ له دغو تيروتنو زده کړه هم کړې او هڅه مو دا ده چې په راتلونکې کې دغه ډول تيروتنې تکرار نه شي
ناټو

٢٠٠٦ کال له لويه سره د ناټو او افغان حکومت لپاره له ننگونو ډک کال وو . د ځينو شميرو له مخې د کال په اوږدو کې د طالبانو د بريدونو کچه له ١٠٠٢ ميلادي کاله نيولې بيا د ٢٠٠٥ کال تر پايه د ټولې مودې په پرتله زياته وه .

اوس دغه بريدونه ظاهرا دژمي په راتلو سره کم شوي . خو طالبانو دا گواښنه هم کړې چې د راروان پسرلي په مهال به يې بريدونه لاپسې زياتيږي .

د ناتو چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي . په کابل کې د ناتو پوځي وياند بريد جنرال ريچارد نيوجي دې ته په ځواب کې دا مني چې طالبان لا هم د يوې ننگونې په توگه شته خو د يرغل له وسه لويدلي دي .

دى برعکس په دې باور دى چې اوس مهال پوځي نوښت گواکې د ناټو په لاس کې دى .

(( موږ په دې باور يو چې څه موده وروسته به بريدونه له سره زور واخلي . خو دا به د طالبانو د پسرلني يرغل په معنى نه وي . يرغل په ډيره لنډه موده کې د پراخ پاڅون د رامينځ ته کيدو مفهوم لري . حقيقت دا دى چې طالبان اوس د يرغل له ځواکه لويدلي دي . برعکس دا موږ يو چې په پسرلي کې به په طالبانو يرغلونه پيلوو . موږ به کله هم هغوى ارام ته پرې نژدو . ))

د بر تانوي جنرال ديويډ ريچارډ په قوماندانۍ د نهم ايساف د ماموريت موده د راروانې يکشنبې په ورځ پاى ته رسيږي .

اوس دا جوته شوې چې د لسم ايساف قومانده به د امريکا په غاړه وي خو د ناټو چارواکي وايي چې په دې سره د ايساف د ماموريت په موخو کې څه بدلون نشي راتلاې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت