BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : افغان ملکي گاډي دې له موږ ليرې شي

د ناټو پوسټر
ناټو وايي دغه ډول پيغام يې پخوا په کندهار کې کارولى و چې د دوى په وينا بريالى و
د امنيت نړيوال مرستندوى ځواک يا ايساف ، نړيوال ايتلاف او ناټو په افغانستان کې له خپلو کاروانونو سره د ملکي گاډو د نژدې کيدو مخه تل نيولې ده .

دغه کار يا د لاس په اشارې شوى ، يا د ټوپک خولۀ د گواښ په دود ملکي موټرو ته نيول شوې او يا هم هوايي ډزې شوي دي .له څه مودې راهيسته په کندهار کې د ناټو ځواکونو پر خپلو گاډو ليکلي و چې ملکي موټر دې نه ورنژدې کيږي .

په کابل کې د ايساف يوې وياندې له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د کندهار له بريالۍ تجربې وروسته اوس دغه کار په ټول افغانستان کې ترسره کيږي .

خو دا گام په داسې وخت کې اخيستل شوى چې پر ملکي گاډو د نړيوالو سوله ساتو له خوا ډزو په تيرو دوو اوونيو کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل .

دغه ډول پېښو د ناټو هغو هڅو ته د ډيرو په گومان تاوان رسولى چې غواړي د خلکو زړۀ او ذهن خپل کړي .

د دوى پر نوي گام هم د ځينو نيوکه دا ده چې ډيرى افغانان ليک لوست نه شي کولى . خو ناټو وايي نړيوال سرتيري به روزي چې په پښتو او دري ژبو همدا پيغام په غږ کې هم خلکو ته ورسوي .

پرله پسې ځانمرگو بريدونو نړيوال سرتيري اړ کړي چې د ملکي گاډو او خپلو گزمو ترمنځ واټن وساتي .د ناوړو پېښو ، پرله پسې گواښونو او غوښتنو په سر هم ليدل شوي چې ملکي خلک د نړيوالو ځواکونو کاروانونو ته ورنژدې شوي دي .

يو علت يې د ځينو په گومان دا دى چې پوځي کاروانونه پښه نيولى مزل کوي .

د کابل د يوۀ اوسيدونکي په وينا د امنيت ساتونکو او ورانونکو ترمنځ تربگنۍ د تل غوندې بيا هم د ملکي کسانو ژوند تريخ کړى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت