|
ايساف: د مظاهرو پر وخت مو اړتيا پېښه نه شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امنيت نړيوال مرستندوى ځواک يا ايساف وايي د دوشنبې په ورځ کابل کې د مظاهرو پر وخت د دوى اړتيا پېښه نه شوه . د ايساف مشر تورن جنرال ډيويډ ريچرډز وويل که څه هم دوى د ځينو ديپلوماتانو په ايستلو کې مرسته وکړه خو له لويه سره ورڅخه د مرستې غوښتنه ونه شوه او افغان پوليس وتوانيدل چې دغه اړ و دوړ د ددۀ په وينا په ښه توگه کنترول کړي . دا لومړى ځل دى چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ناکراريو په ترڅ کې د امنيت نړيوال مرستندوى ځواک يا ايساف پر خپلې ونډې خبرې کوي . په کابل کې له خبريالانو سره په يوې ځانگړې غرمنۍ کې د ايساف مشر تورن جنرال ډيويډ ريچرډز وويل د دوشنبې د ورځې د ناکراريو پر وخت ايساف له افغان امنيتي ارگانونو سره وليدل او د هر ډول مرستې لپاره يې د چمتووالي غږ وکړ . تورن جنرال ريچرډز وويل ايساف له يو شمير اروپايي ديپلوماتانو سره مرسته وکړه چې د اړ دوړ له سيمې ووځي خو نورې چارې يې افغان پوليسو ته پرېښودې . د دۀ په وينا افغان پوليس په ښه توگه وتوانيدل چې له دغه ډول ناببره پېښې سره مقابله وکړي.دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت د ځينو لوړ پوړو کسانو په گډون عام ولس د پوليسو پر رول نيوکې کوي . خو د ايساف د مشر دليل دا و چې له دغه ډول پېښو سره آن د نړۍ د ځينو خورا پرمختلليو هيوادونو پوليس هم سرخوږى لري. تورن جنرال ريچرډز د افغانستان په سويل کې د وسله والو طالبانو په باب ويل چې د ناټو د ځواکونو چلند به د هغو په وړاندې له اوسني هغه بدل وي . دغۀ برتانوي افسر ټينگار لارۀ چې يوازې پوځي لار د مسالې حل نه دى . دۀ ويل دوه مياشتې وروسته چې د دوى ماموريت رسمآ په سويلي ولايتونو کې پيليږي نو کورونو ته به د تلاشيو لپاره که ډير زيات اړ نه شي نه ورځي . تورن جنرال ريچرډز ويل ناټو د امريکا په مشرۍ کې د ايتلافي ځواکونو په پرتله ډير ځواک لري که چا زور کاوۀ دوى سخت ځواب ورکوي خو که څوک د دۀ په وينا سوله ييز ژوند غواړي دوى به هرکلى ورته وايي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||