BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:42 گرينويچ 2006 ,09 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : د دوستم او ملک ترمنځ جگړه مو درولې

ناټو په افغانستان کې
د ايساف وياند ښاغلي ليتي وويل د اوس لپاره دوى په دې بريالي شوي چې جگړه ودروي او د سيالو مليشو تر مينځ د بيلوالي يوه کرښه راکاږي .
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي ، د افغان ملي پوځ د سرتيرو په ملتيا يې د فارياب په ولايت کې د دوو سيالو قوماندانانو د پلويانو تر مينځ جگړه درولې او د خبرو له لارې سيمې ته د پايدونکي ثبات د ستنولو پر سر سلا مشورې روانې دي .

په کابل کې د ناتو ملکي وياند مارک ليتي رامينځ ته شوى پرمختگ د منځگړيتوب د هغو هڅو پايله وبلله چې افغان دولت ، ايساف او د سيمې سياسي مشرانو په گډه مخې ته کړي دي . خو وياند د دواړو لورو تر مينځ د مخالفتونو اوږده تاريخ ته په اشارې سره دا هم ويلي چې کيدى شي بنسټيز حل زيات کار ته اړتيا ولري .

د مليشو د دغو دوو قوماندانانو عبدالرشيددوستم او جنرال عبدالملک د پلويانو تر مينځ وروستۍ وسله واله شخړه د اونۍ په سر کې پيل شوه چې په ترڅ کې يې په ځاني تاوان سربيره په سلگونو ملکي وگړي د خپلو کورونو پريښودو ته اړوتل .

د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د کټه کلا په سيمه کې د جنرال عبدالرشيد دوستم او جنرال عبدالملک د پلوي مليشو تر مينځ د روانې وسله والې شخړې د پاى ته رسولو لپاره په پيل شويو هڅو کې د افغان ملي پوځ او ناټو ايساف د ځواکونو د ورگډيدو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې ځايي چارواکو لا له وړاندې د کړکيچ په کابو کولو کې د خپلې بې وسۍ خبر ورکړى وو .

په کابل کې د ايساف ملکي وياند مارک ليتي د چارشنبې ( د زمري ١٨ د اگست ٩ ) په گهيځ خبريالانو ته وويل ، د حل لارې د مخې ته شويو هڅو په سر کې افغان دولت ولاړ دى .

خو دا يې هم زياته کړه چې د دوى ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په سيمه کې له مورچو نه د مليشو د پاڅولو هڅې کوي او په وينا يې ، په دې لاره کې يې د پام وړ پرمختگ کړي دى .

ښاغلي ليتي وويل د اوس لپاره دوى په دې بريالي شوي چې جگړه ودروي او د سيالو مليشو تر مينځ د بيلوالي يوه کرښه راکاږي .

ښاغلي ليتي له څه ډيرو جزيياتو پرته ، د شخړې پر سياسي حل په اصولو کې موافقې ته د رسيدو خبر هم ورکړ .

خو د سيالو غاړو تر مينځ يې د مخالفتونو او دښمنۍ اوږده تاريخ ته په اشارې سره زياته کړه چې سيمې ته د پايدونکي ثبات ستنول لا هم ښايي ډير وخت او ډيرو هڅو ته اړتيا ولري .

(( موږ ټول په دې پوهيږو چې په شخړه کې راښکيلې دواړه غاړې په خپلو کې د اوږدې مودې مخالفتونه لري . نو ځکه خو دا تمه نشي کيدى چې د يوې شپې دننه دې ټول شته خنډونه او مخالفتونه په سلو کې سل اوار شي . له دې سره سره پورته شوى گام ، سيمې ته د پايدونکي ثبات د ستنولو په لاره کې ډير اغيزمن بلل کيدى شي .))

 که څه هم چې دواړه غاړې ددې وروستي تاوتريخوالي د پيل پړه په يوه بل اچوي خو عام وگړي بيا دواړو لورو ته د پړې گوته نيسي او وايي چې د نښتو اصلي لامل د جنرال دوستم او جنرال مالک تر مينځ د پردې تر شا د سيمې د کنټرول پر سر سيالۍ دي .

د افغان ملي پوځ د سرچينو له قوله ، له سيمې رارسيدلي رپوټونه دا هم وايي چې د جنرال ملک پلوي سيمه ييز قوماندان خليفه صالح ځان د ملي پوځ سرتيرو ته سپارلى اواوس خبرې اترې په دې راټولې دي چې د(( شمال )) په نامه د جنرال دوستم پلوى قوماندان هم خپل ځان همدغو ځواکونو ته وسپاري .

وروستي رپوتونه وايي چې د شخړې له پيله ، يعنې د دوشنبې له ورځې راهېسې بيا تر اوسه د سيالو مليشو تر مينځ په نښتو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او له لسو زيات تپيان شوي دي .

دا ډول له سيمې نه د سلگونو ملکي وگړو د تښتيدو خبرونه هم ورکړل شوي دي .

که څه هم چې دواړه غاړې ددې وروستي تاوتريخوالي د پيل پړه په يوه بل اچوي خو عام وگړي بيا دواړو لورو ته د پړې گوته نيسي او وايي چې د نښتو اصلي لامل د جنرال دوستم او جنرال مالک تر مينځ د پردې تر شا د سيمې د کنټرول پر سر سيالۍ دي .

د مليشو د دې دواړو جنرالانو تر مينځ د مخالفتونو پيل پر افغانستان د مجاهدينو د واکمنۍ د پيل تر مهاله رسيږي .

خو د ډاگيزو مخالفتونو پيل يې په ١٩٩٧ کال کې د شمال په لاندې کولو کې له طالبانو سره د لنډې مودې لپاره د جنرال مالک يو ځاى کيده وو .

هغه مهال ددې پايله له سيمي نه گاونډي هيواد ازبکستان ته د جنرال دوستم تيښته راووته .يو کال وروسته سيمې ته د دوهم ته د طالبانو په ورتلو سره پخپله جنرال مالک هم تيښتې ته اړوت .

پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پاى ته رسيدو وروسته د مليشو دغه دواړه جنرالان يو ځل بيا د سيمې د لاندې کولو لپاره په خپلو کې په سيالۍ کښيوتل چې پايله يې د فارياب د همدې وروستۍ وسله والې نښتې په څير څو ځله په خپلو کې جنگ جگړې راووتې .

د دې وروستي ځل په څير په ټولو دغو جگړو کې ډير تاوان ملکي وگړو ته اوښتى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت