|
دافغانستان درې پر څلورمه برخه کې د ايساف ځواکونه ځاى پر ځاى کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو ايساف وياند د افغانستان او ناتو تر مينځ د اوږدې مودې د ملگرتيا په تړاوو د يوه نوي پلان د وړاندي کيدو خبر ورکړيدى . جگړڼ اندريو ايلمز د دوشنبې په گهيځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د نوي پلان د جزياتو طرحه به په جنوري کې په لندن کې له افغانستان سره د مرستو په تړواوو جوړيدونکي نړيوال کنفرانس ته وړاندې شي. نوموړي زياته کړه له ناتو سره د اوږدې مودې د اړيکو د جوړولو په تړاوو د ولسمشر حامد کرزي غوښتنې ته په ځواب کې به د لندن کنفرانس ته د ناتو له لورې له افغانستان سره د دغسي يوې ملگرتيا او همکارۍ د پلان مسوده وړاندې شي . د دغه پلان اصلي موخه د يوه باثباته، امن او خپلواکه افغامستان جوړول دي .د همکارۍ د دغه نوي پلان له مخې به له پخوانۍ پريکړې سره سم د سويل په گډون د افغانستان درې پر څلورمه برخه کې د ايساف ځواکونه ځاې په ځاې شي. ها خوا په همدغه هيواد کې د امريکې په مشرۍ اتلافي ځواکونه وايې دوى به په نويو سيمو کې د ناتو د ځواکونو له ميشتيدو سره سره د تره گرۍ خلاف جگړې ته دوام ورکړي . د افغانستان سويل ته د ناتو د ځواکونو غزول ددغه پلان مهمه برخه بلل کيږي . په کابل کې د ايساف سرچينې دا هم وايې چې ددې لپاره به په پرمختللو پوځي وسايلو او وسلو د ايساف د ځواکونو په سمبالولو سربيره ٦٠٠٠ نور سرتيري هم له دغو ځواکونو سره يو ځايې شي .دى هر څه ته په کتو سره اوس پوښتنه دا ده چې ايا د ايساف د ماموريت په بڼه کې به بدلون راځي او که څنگه ؟ . همداسې يوې پوښتنې ته د ښاغلي ايلمز ځواب دا وو چې د ماموريت بڼه به د اوس په څير د ولايتي بيا رغاونې يا پي ار ټي د ډلو په بنه وي . يعنې دا چې دوى به د طالبانو او القاعده په لټه پوځي عمليات نه سمبالوي خو په عين حال کې به دې ته چمتو وي چې که چيرې څوک په دغو سيمو کې د امنيت د خرابولو په هڅه کې شي نو دوى به يې غوڅه مقابله کوي . داسې انگيرنې هم شته چې کيدى شي د افغانستان سويل ته د ناتو د ځواکونو د غزيدو پايله به په دغو سيمو کې د امريکايې سرتيرو د پوځي حضور کمى وي . خو په کابل کې د امريکې په مشرۍ د اتلافي ځواکونو وياند ډگرمن لورينت فاکس وويل دا هر څه په دې پورې اړه لري چې ناتو په دغو سيمو کې تر کومې کچې د امنيت ذمه واري په غاړه اخلي . له دې سره سره د ښاغلي فاکس ټينگار دا وو چې اتلافي ځواکونه به په سيمه کې د وسله والو مخالفانو خلاف پوځي عملياتو ته دوام ورکړي . په ټوله کې د ايساف او اتلافي ځواکونو چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان په سويل کې به د ناتو او اتلافي ځواکونو موازي حضور د طالبانوله لورې د اوسني ډيريدونکي فشارکچه راکمه کړي او د افغانستان دولت ته به په دغو سيمو کې د مرکزي حکومت د واک د غزولو موقع په لاس ورکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||