BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:17 گرينويچ 2006 ,06 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايساف : د کابل په چاودنو کې د طالبانو لاس يقيني نه دى

ايساف
ايساف او نړيوال ايتلاف وايي د چاودنو شواهد گوري چې مسوولين يې ومومي
نړيوال ايتلافي ځواک او د ناټو په مشرۍ کې د ايساف کارپوهان په کابل کې د شواهدو په ټولولو بوخت دي چې په دغه ښار کې د تيرو دوو ورځو د چاودنو مسوولين پرې تعقيب او ونيول شي .

د امنيت د ملاتړ نړيوال ځواکونه يا ايساف او په افغانستان کې نړيوال ايتلافي ځواکونه د کابل د تيرو دوو ورځو چاودنې د دوى په وينا د باغيانو کمزوري گڼي .

ايساف په دې باور دى چې گواکې باغيان دوى نه شي په نخښه کولى نو د کابل پر عادي وگړو بريد کوي .

خو له دې خبرې سره هم د ايساف او نړيوال ايتلاف وينادويانو په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته په وينا کې دا سپينه نه کړه چې دغه باغيان څوک دي .

طالبانو د دغو چاودنو پړه په غاړه اخيستې ده خو د ايساف او نړيوال ايتلاف ويندويانو وويل چې طالبان د هر تخريبي عمل پړه په غاړه اخلي .

د دوى په وينا دا حتمي نه ده چې طالبان دې په دغو چاودنو کې لاس ولري . نړيوال ايتلاف او ايساف دا خبر هم ورکړ چې کارپوهان يې د چاودنو له ځايونو څخه د شواهدو په ټولولو بوخت دي چې د دوى په وينا به د مسوولو کسانو په تعقيب او نيولو کې مرسته وکړي .

د کابل چاودنې د ايساف او نړيوال ايتلاف په گومان په افغانستان کې د پرمختگ په وړاندې د خنډ پيدا کولو يوه هڅه ده .

دوى دا مني چې په بشپړه توگه د چاودنو مخنيوى ناشونى دى . خو ډاډ ورکوي چې د ورانکارو اعمالو د مخنيوي لپاره استخباراتي معلومات ورځ په ورځ ډير ترلاسه کوي .

د کابل د تيرو دوو ورځو له پنځو چاودنو څخه د يوې د شنډولو خبره هم دغو نړيوالو سوله ساتو وکړه خو ورسره يې له افغانانو وغوښتل چې که کوم غير عادي څه ويني نو حال دې ورکړي چې د دوى په وينا د تخريبي اعمالو په مخنيوي کې مرسته وشي .

د سه شنبې او چارشنبې په ورځ شويو چاودنو کې يو کس ووژل شو او په لسگونو نور ټپيان شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت