|
د کابل ٣ چاودنو په لسگونو کسان ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان پلازمينه کابل د چهارشنبې ( د چنگاښ ١٤ د جولاى ٥ ) په گهيځ د يوه بل ځل لپاره درې پرله پسې چاودنو ولړزاوه . درې واړه چاودنو چې د ښار په بيلابيلو برخو کې له يوه بل سره د وخت په لږ توپير تر سره شوې ، يو تن وژلى او په لسگونو نور يې زوبل کړي دي . تر دې وروستيو چاودنو يوه ورځ وړاندې هم په دغه ښار کې دوو نورو پرله پسې چاودنو د دوو پوليسو په گډون شپږ تنه ژوبل کړي وو . گهيځ مهال د ښار شمال پلو په خيرخانه ، د ښار په منځنۍ برخه اسمايي واټ ، او د ښار ختيځ پلو په پل چرخي کې دغه درې پرله پسې چاودنې په داسې وخت کې رامينځ ته شوې چې حکومتي ماموران او د پوځ او پوليسو افسران په گاډو کې د خپلو دندو په لور له واټونو تيريدل . بريدونه هم ظاهرآ پر همدغو گاډو تر سره شوي . امنيتي چارواکو دغه درې واړه چاودنې د سړک د غاړې بمي بريدونه ښودلي . لومړنۍ چاودنه د ښار په مينځ کې د اسمايي پر واټ په ځايي وخت د گهيځ په اوه بجو او ١٥ دقيقو وشوه . د دغه بمي بريد هدف د ملي پوځ د افسرانو د سپرلۍ بس وو . د دفاع وزارت له لورې خپره شوې اعلاميه وايي چې چاودنې څوک ندي وژلي خو د پوځ ٣٩ منسوبان يې ژوبل کړي دي . د پوځ د دغو منسوبانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى او دا چې اوس يې په يوه پوځي روغتون کې درملنه کيږي . د دفاع وزارت همدغه اعلاميه وايي چې د چاودنې په پايله کې بس له کنټروله ووت او د غاز و له يوې هټۍ سره ولگيد او اور يې واخيست . عيني شاهدان هم د هټۍ او موټر دواړو د سوځيدو خبره کوي . ډير گمان دادى چې اکثره ټپيان په بس کې د اور لگيدو په پايله کې سوځيدلي دي . د پيښې يو عيني شاهد همدې ته گوته نيسي . (( چاودنه په دې کراچۍ کې وشوه . پارچي پر هر لور خورې شوې . د موټر په ټانکۍ هم ولگيدې چې له کبله يې موټر اور واخيست . وروسته موټروان ځان له سيټه وغورځاوه . موټر همداسې په خپل سر ولاړ او دوکانونو هم ورسره اور واخيست . موږ څو تنه وليدل چې کليو يې اور اخيستى وو او له موټره يې ځانونه راوغورځول . وروسته امبولانسونه راغلل او ټپيان يې وليږدول . د اور د وژلو لپاره د اطفايې موټرونه هم راغلل . )) د کابل دجنايي پوليسو مشر بي بي سي ته وويل چې بم دتازه ميوو په يوه کراچۍ کې ايښودل شوى وو او ډير گمان دا دى چې د بس له رسيدو سره جوخت د ريموټ کنټرول پواسطه چول شوى دى . پخپله د دفاع وزارت اعلاميه هم دا يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه بولي . دوهمه چاودنه د خيرخانې د لب جر د سيمې وه چې له لومړۍ چاودنې ١٥ دقيقې وروسته وشوه . دغه بريد د سوداگرۍ وزارت د مامورانو د سپرلۍ په بس تر سره شو . د ښار د جنايي پوليسو مشر جنرال پکتيا وال د چاودنې په پايله کې د يوه تن د وژل کيدو او نورو څلورو کسانو د ژوبلې پخلى وکړ . ښاغلي پکتيا وال وويل چې دغه بم هم د سړک پر غاړه په يوه کراچۍ کې ايښودل شوى وو . د پيښې يو عيني شاهد چې په دغه بس کې سپور وو او د چاودنې د لمبو له کبله يې د سر ويښتان هم سوي وو وايي چې چاودنې پنځه کسان ژوبل کړل .
دريمه چاودنه د ښار ختيځ پلو د کابل جلال اباد پر لويه لاره وشوه . په دغه سيمه کې د ملي پوځ بارکونه پراته دي او پوځي گاډي پرې ډير تگ راتگ کوي . دغه چاودنه هم د سړک د غاړې بمي بريد ښودل کيږي . خو د نورو دوو چاودنو خلاف يې مرگ ژوبله نه درلوده او يوازې د سړک پر غاړه يې کنده جوړه کړې ده . د سې شنبې په ورځ هم په دې ښار کې ورته دوه بمي چاودنې وشوې چې شپږ کسان يې ژوبل کړل . په دې کې دوه د پوليسو افسران وو . دغه چاودنې په داسې حال کې کيږي چې له څو ورځو راهيسې په ټول ښار کې د ملي پوځ او پوليسوتوندې گزمې او تالاشۍ روانې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل ښار دوه بمي چاودنو ولړزاوه 04 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||