BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:19 گرينويچ 2006 ,04 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ښار دوه بمي چاودنو ولړزاوه

د کابل ښار چاودنې
نن سه شنبه ورځ ، د جولاى څلورمه د کابل په ښار کې دوه بمي چاودنې وشوې
د ښار په مينځ کې د عدليي رزارت ته ورڅيرمه دغه وروستۍ چاودنه په ځايي وخت د ورځې د دولسو بجو په شاوخوا کې وشوه. دغه سيمه په ارگ کې د ولسمشر کرزي د کار له دفتر نه ايله شاوخوا يو کيلو متر واټن لري .

د کورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزي د چاودنې په پايله کې د څلورو ملکي وگړو د ژوبلې خبر ورکړ. چاودنې په ژوبلې سربيره د عدليي وزارت هندارې ورماتې کړې او دوه شخصي گاډې يې هم تاواني کړيدي .

د کابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي پوليسو مشر علي شاه پکتيا وال بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې پيښه په لاسي کراچۍ کې د توپ د يوې ايښودل شوې مرمۍ د چول کيدو پايله وبلله . په ډير گمان مرمۍ د ريموټ کنټرول په واسطه چول شويده .

ښاغلي پکتيا وال دڅلورو ژوبلو کسانو له مينځه يو تن د همدغې لاسي کراچۍ چلونکى وباله چې د چاودنې په پايله کې يې پښه پرې شوې او اوس يې په روغتون کې درملنه کيږي . پوليس وايي دا نه ده معلومه چې د کراچۍ چلوونکى په دې خبر وو چې د توپ مرمۍ يې بار کړې که نه .

دغه ډول کراچۍ معمولا په ښار کې د خلکو وړې غوټې له هټيو نه د بسونو تر تم ځايه ليږدوي .

نورمحمد شاه مېنه :

له دې وروستۍ چاودنې څو ساعته وړاندې د ښار ختيځ پلو د سيد نورمحمد شاه په مينه کې هم يوه چاودنه وشوه چې د پوليسو دوه افسران يې ژوبل کړل . پوليس وايي چې دغلته د سړک پر غاړه يو ماين له وړاندې اښودل شوى وو او د پوليسو د سپرلۍ د گاډي له ور رسيدو سره جوخت وچول شو.

د کابل په ښار کې دغه وروستۍ چاودنې په داسې حال کې شوي چې له دوو ورځو راهيسې په ټول ښار کې د ملي پوځ او پوليسو له لورې گام په گام پلتنې او تالاشۍ روانې دي .

ډيرې دغه پلټنې د سپرلۍ په گاډو راټولې دي . دغه ډول تالاشۍ معمولا هله زور اخلي چې امنيتي ځواکونو ته ښار ته په چاوديدونکو توکو د سمبالو گاډو د ننوتو خبر ورکړل شي .

خو دسه شنبې د ورځې دې وروستۍ چاودنې وښوده چې د حکومت مخالفان له هر امکان نه د بمي بريد لپاره گټه اخلي .

کنړ:

په ختيځ ولايت کنړونو کې هم شکمنو وسله والو طالبانو پنځه تنه ملکي وگړي وژلي او ير بل يې ژوبل کړيدى .

پيښه د پيچ په دره کې د کوړنگل نا ارامه سيمې ته ورڅيرمه شوې . چارواکي وايي چې وژل شوي کسان ځايي بې وزلي استوگن وو چې په سيمه کې د امريکايانو پوځي اډې ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او د راستنيدو په مهال د وسله والو طالبانو په بريد کې راکيوتل .

کندهار:

د سه شنبې په شپه د کندهار په ښار کې هم يوه ځانمرگي بمي بريد يو ساتونکى وواژه او څلور نور يې ټپيان کړل . بريد د کندهار د پخواني او د ننگرهار ولايت د اوسني والي گل اغا شير زوى د کور په دروازه کې وشو.

چارواکي وايي چې په دغه بريد کې د ښاغلي شيرزي د کورنۍ غړو ته ځاني تاوان ندى اوښتى .

په افغانستان کې له څو مياشتو راهيسې د طالبانو په بريدونو کې په څرگنده زياتوالى راغلى . ډير دغه بريدونه د بمي چاودنو بڼه لري .

حکومتي او امريکايي ځواکونو ددې په غبرگون کې دغرني يرغل پوځي عمليات پيل کړي او ادعا لري چې د هغې په ترڅ کې يې په سوونو وسله وال طالبان وژلي او نيولي دي . خو طالبان دغه ادعا نه مني او ظاهرا يې په بريدونو کې هم کموالى نه ليدل کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت