BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:32 گرينويچ 2006 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايتلاف : د طالبانو برى ناشونى دى

د ايساف سرتيري
د سياسي کتونکو له نظره په افغانستان کې د روانو پيښو او تاوتريخوالي يوازينۍ لاره جگړه نه بلکې دولت ته په کار دي چې د دغو پيښو تر شا د بيلابيلو لاملونو جرړې له بيخه وايستل شي .
په افغانستان کې نړيوال ايتلاف وايي چې د طالبانو برى نا شونى دى . دغه ايتلاف د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د غرني يرغل د عملياتو موخه د سولې او امنيت لا ټينگښت ، او د بيا رغاونې د چارو گړندي کول دي .

په کابل کې د ايتلافي ځواکونو وياند ټام کالينس خبريالانو ته په خبرو کې ادعا وکړه چې دغه عمليات د کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان په ولايتونو کې بريالي روان دي او په راتلونکو څو مياشتو کې به د بيا رغونې چارې پلې شي .

په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو وياند ټام کالنس په خپلو خبرو کې سره ددې چې په سوئيلي ولايتونو کې د غرنيو عملياتو د برياليتوب نه په وار ، وار يادونه کوله ، خو له بل لوري يې خلک صبر او زغم ته رابلل .

د هغه په وينا د دولت مخالف ځواکونه غواړي چې په سوئيلي سيمو کې لا نورو کړکيجونو ته هم لمن ووهي ، خو دا خبره يې په زغرده کوله چې په راتلونکو څو مياشتو کې به په دغو ولايتونو کې د بيا رغاونې چارې گړندۍ تر سره کړي ، د ټام کالنس په وينا د دغو عملياتو د پلې کيدو ستره موخه هم همدغه ده :

(( د غرنيو عملياتو ستر هدف په سيمه کې د سولې او امن ټينگښت او نړيوالو ټولنو ته د بيا رغاونې د چارو لپاره د ډگر پرانيستل دي ، همدارنگه موږ غواړو چې په سوئيلي ولايتونو کې د خلکو لپاره د کار زمينې برابرې کړو ، خو له خلکو نه مو تمه دا ده چې پوره زغم ولري ، ځکه د پراختيايي پروژو پلي کول لږ څه وخت غواړي .))

ښاغلي کالنس په دې اړه د ختيځو ولايتونو بيلگه هم مخې ته کړه ، هغه وويل د افغانستان په ختيځ کې د غره د زمري په نامه د هغوى جگړه ايز فعاليتونه بريالي راوتي او اوس مهال په دغو ولايتونو کې د بيا رغاونې چارې چټکې روانې دي ، خو دا يې هم وويل چې اوس هم د دوى په وړاندې ننگونې شته ، هغه د طالبانو د زياتيدونکو بريدونو په اړه وويل :

(( موږ په سويل کې د سختو ننگونو سره مخامخ يو ، خو که د ختيځ سره يې پرتله کړو نو هلته وضيعت څه نا څه ښه دى ، خو بيا هم کله نا کله هلته هم د ځينو ننگونو سره مخ کيږو ، خو دا په دې ما نا نه ده چې طالبان به بريالي کيږي ، په افغانستان کې ډيرې داسې پيښې کيږي چې خلک يې پر طالبانو پورې تړي ، خو دلته د نشه يې توکو د قاچاق ، د پخوانيو تربگنيو او ځمکې په سر هم لانجې پيښيږي ، او ځيني خلک يې پر طالبانو پورې تړلې بولي ، خو د طالبانو د بري په اړه بايد ووايم چې نور د هغوى برى شونى نه بريښي .))

خو د سياسي کتونکو له نظره په افغانستان کې د روانو پيښو او تاوتريخوالي يوازينۍ لاره جگړه نه بلکې دولت ته په کار دي چې د دغو پيښو تر شا د بيلابيلو لاملونو جرړې له بيخه وايستل شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت