|
ناتو په افغانستان کې پوځي تاکتيکونه بدلوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې له نړيوال ايتلاف څخه د پوځي قوماندې له ترلاسه کولو وروسته دا دويم ځل دى چې ناټو نوي پوځي تکتيکونه خپلوي . نژدې شپږ مياشتې وړاندې ناټو د خپل کار د پيل پر وخت ويلي و چې مخالفان به کلابندوي او په دې توگه به يې هڅه دا وي چې ملکي کسان زيانمن نه شي . دوى د ولسي خلکو د زړۀ او ذهن د خپلولو هوډ هم کړى و . د هغۀ تکتيک تر مخه ناټو په کندهار ، هلمند او ارزگان کې يو شمير پراخ عمليات وکړل . د هغو په ترڅ کې يې د کندهار په پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې د سلگونو طالبانو د کلابندۍ او وژلو ادعاوې وشوې . که څه هم هغه وخت د ناټو پوځي چارواکو دغه تاکتيک بريالى بالۀ خو ملکي کسانو ته د وراوښتي زيان له کبله نه د ولسي خلکو زړۀ و ذهن وگټل شو او نه هم وسله وال طالبان هغومره وځپل شول چې ښايي دوى يې تمه لرله . شايد همدا دليل وي چې اوس د شمالي اتلانتيک تړون په افغانستان کې د يوۀ نوي پوځي تاکتيک خبره کوي . دومينيک وايټ چې په کابل کې د ناټو د ځواکونو وياند دى ، بي بي سي سره په خبرو کې د خپل دغۀ نوي تاکتيک دليل ووايۀ : (( دا زموږ د پوځي تگلارې يوه برخه جوړوي چې د طالبانو مشران په نخښه کړو . د طالبانو د ځانگړو مشرانو له منځه وړل ، د وسله والو طالبانو په وړاندې جگړه کې زموږ د بري سبب کيږي . په دې کار سره موږ د طالبانو مشرانو ته دا پيغام هم ورکوو چې نور د هغوى لپاره داسې خوندې ځاى نه شته چې ځانونه په کې پټ کړي .)) د ناتو ځواکونو وياند د خپلو د ځواکونو له خوا څو اوونۍ د مخه د طالبانو د يوۀ مهم مشر ملا اختر محمد عثماني وژنې ته گوته ونيوله او دا يې خپله لويه لاسته راوړنه وبلله . ملا عثماني د طالبانو يو له شپږو مهمو مشرانو څخه و .ښاغلى وايت په دې باور دى چې د وسله والو طالبانو د پوځي قومندانانو او مشرانو پر وژلو به گواکې د هغوى ليکې کمزورې شي : (( اصلآ زموږ موخه داده چې په دې کارسره طالبان له ننگونو سره مامخ کړو چې سم فعاليت ونه شي کړاى . د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو له منځه وړلو سره به د هغوى عادي وسله وال کسان له ستونزو سره مخامخ شي . )) د ناتو ځواکونو له خوا د طالبانو د مشرانو په نخښه کول ، له پوځي پلوه هم ډير مهم تکتيک گڼل کيږي . تجربو ښودلې چې کله د يوې پوځي قطعې قوماندان ووژل شي ،پاتې غړي يې خپرېږي . د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ناټو برياليتوب به په دې پورې تړلى وي چې په رښتيا د ملا عثماني په څير څومره پياوړي طالب قومندانان له مينځه وړلى شي . د تيرو پنځو کلونو تجربو ته په پام سره ځينې کسان ډيره هيله نه لري خو نور بيا په دې باور دي چې تر اوسه پورې نړيوالو ځواکونو او ناټو له يوۀ سره د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو هڅه کوله اوس چې يې نخښه محدوده کړې ښايي برى يې په برخه شي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو : د جگړو يو دليل د سويلي سيمو بې وزلي ده27 دسمبر, 2006 | خبرونه کرزى د ملکي وگړو پر مرگ ژوبله انديښنه وښوده12 دسمبر, 2006 | خبرونه "عملياتو وسله وال مخالفين کمزوري کړيدي"22 نومبر, 2006 | خبرونه افغانستان او ناټو د همکارۍ اعلاميه لاسليک کړه06 سپتمبر, 2006 | خبرونه ناټو د افغانستان پر امنيت له پاکستان سره خبرې کړي17 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان: د ناتو قومنده برتانيويانو ته وسپارل شوه04 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه ناټو د افغانستان سوله ساتنې ته چمتو شوى01 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||