|
"عملياتو وسله وال مخالفين کمزوري کړيدي" | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د شمالي اتلانتيک تړون ناتو پوځ وايې چې په څو وروستيو مېاشتو کې په افغانستان کې څو ځلي د وسله والو مخالفانو په بريدونو کې کموالى راغلى د ناتو د ځواکونو يوه چارواکي جنرال ريچارد نوگي په يوه خبرى کانفرانس کې ددې لامل دا وښود چې د عقاب د عملياتو په ترڅ کې وسله مخالفاتو ته ډير ځاني تلفات اوښتي دي . له ېوې مېاشتې راهېسې دغه عمليات د ناتو او افغان د گډو ځواکونو له خوا د معمول له مخې د ژمي په رارسيدو او د هوا په سړيدو سره ، د افغانستان پوځي ډگر هم سړيږي او يو شمير کسان ، نښتو او برېدونو کې کموالي هم همدې پورې تړي . خو د ناتو ځواکونو يو چارواکى جنرال رېچارد نوگي ددغې انگېرنې مخالفت کوي او وايې ددې لامل چې وروستيو کې د وسله والو مخالفانو بريدونه څو برابره لږ شوى ، دادى چې د عقاب په نو م ددوى او افغان پوځ له خوا د روانو گډو عملېاتو په ترڅ کې پر وسله والو طالبانو درانه گوزارونه شوي دي . " له دوبي راپدېخوا تر اوسه د اخ وډب کچه ټيټه شوې ده . دا لکه څنگه چې ځيني کسان فکر کوي ، د ژمي سره کوم تړاو نلري . ځکه د اخ وډب کچه د هوا تر سړيدو وړاندې لا ټيټه شوې وه . موږ دا په وروستيو کې د کامېابو جنگي عملياتو نتېجه بولو او زموږ ارزونه داده چې اورپکي د ماتې په حال کې دي ." په نښتو کې د کموالي د رامېنځته کېدو په اړه ښايي د ناتو ددغه جنرال ، دا ادعا له دې کبله هم سمه وې چې څه وخت مخکې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر له خوا په ېو خپرې شوې اعلامېې کې راغلى وو چې ژمي کې به هم د وسله والو طالبانو برېدونه د وړي غوندې دوام کوي . له ېوې مېاشتې راهيسي چې د ناتو او افغان ځواکونو له خوا د عقاب په نامه افغانستان کې کوم عمليات روان دي ، ډير ى خلک هم وايې چې په همدې موده کې د کابل په گډون د هيواد په مختلفو ولايتونو کې د پخوا په پرتله برېدونه لږ شوي او امنيت ښه شوى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||