BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:53 گرينويچ 2006 ,12 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى د ملکي وگړو پر مرگ ژوبله انديښنه وښوده

کرزى
ښايي دا د ولسمشر خپله غوښتنه وه چې د غونډې لپاره د امن له اړخه د افغانستان تر ټولو ناکراره سيمه سويل غوره کړي
ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ په کندهار کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال په دغه هيواد کې د ناټو پر ميشتو ځواکونو غږ وکړ چې د پوځي عملياتو په مهال د ملکي وکړو خونديتوب ته پوره پام وکړي .

ولسمشر د کندهار په ښار کې د پاليسۍ او عمل د گروپ له غونډې وروسته څرگندونې کولې .

د امنيتي حالاتو ارزونه ، د ملکي تلفاتو مخنيوى ، د کوکنارو د کر مقابله او د امن د سيمه يزه جرگو جوړيده د کندهار د دغه غونډې د بحث اصلي ټکي وو .

د پاليسۍ او عمل په دغه گروپ کې د افغان حکومت د امنيتي سکټور چارواکي ، له افغانستان سره د لويو مرسته کونکو هيوادونو سفيران او د ناټو او اتلاف د ځواکونو قوماندانان برخه لري .

د پاليسۍ او عمل د گروپ غونډې معمولا د ښاغلي کرزي په مشرۍ په کابل کې جوړيږي . خو دا لومړى ځل دى چې دغه غونډه له پلازمينې بهر جوړه شوه .

ښاغلي کرزي وويل د غونډې په مهال يې د ناټو او اتلافي ځواکونو له قوماندانانو په کلکه غوښتي چې له دې وروسته تر وسه وسه په داسې متقابل ځواب لاس پورې نه کړي چې پايله يې د ملکي وگړو مرگ ژوبله راوتى شي .

ناټو ځواکونه
 ناټو دې د پوځي عملياتو په مهال د ملکي وکړو خونديتوب ته پوره پام وکړي
ولسمشر حامد کرزى

ولسمشرخبريالانو ته په خپلو خبرو کې ، د غونډې په مهال په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د لوى قوماندان د هغې ژمنې يادونه هم وکړه چې وايي خپل ټول قوماندانان به کابل ته وربولي او د ملکي تلفاتو له اړخه به يې د ولسمشر پر انديښنو خبروي .

ښايي دا د ولسمشر خپله غوښتنه وه چې د غونډې لپاره د امن له اړخه د افغانستان تر ټولو ناکراره سيمه سويل غوره کړي . دا د ډيورنډ کرښې ته ورڅيرمه هغه سيمه ده چې تل پکي د ناټو د ځواکونو او طالبانو تر مينځ نښتې کيږي .

د رپوټونو په حواله په دې نښتوکې ډير تاوان ملکي وگړو ته اوړي . د ملکي وگړو همدغه تلفات په سيمه کې د افغان حکومت اعتبار ته يوه لويه ننگونه جوړه شوې .

د دا ډول تلفاتو يوه وروستۍ بيلگه څو ورځې وړاندې په همدغه ښار کې تر يوه ځان مرگي بريد وروسته د ملکي وگړو پر لور د ناټو د سرتيرو ډزې وې چې د عادي ښاريانو مرگ ژوبله يې تر شا پريښوده . هغه مهال ناټو ويلي وو چې د ډزو پلټنه به کوي . خو د پلټنو پايلې لا تر اوسه نه دي رښانه شوې .

څو مياشتې وړاندې د همدغه ولايت په پنجوايي کې هم د ناټو د هوايي بمباريو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په گډون په لسگونو ملکي وگړي وژل شوي وو . سيمې ته ورغلي حکومتي پلاوي پخپله هم د دغې مرگ ژوبلې پخلى کړى وو .

چمن کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښه
 پاکستان دې د امن د سيمه يزه جرگو په جوړولو کې پوره ونډه واخلي
حامد کرزى

ښايي د ځايي چارواکو او د سيمې د قومي مشرانو په گډون په کندهار کې د پاليسۍ او عمل د گروپ له دغې غونډې او وروسته د خبريالانو په وړاندې د ولسمشر د نسبتآ توندو څرکندونو هدف د سويل اوسيدونکو ته دا ښودل وي چې حکومت يې د ستونزو اواري او د غوښتنو پوره کولو ته پام کوي .

دې ته په ټوله کې د سيمې د استوگنو په مينځ کې د حکومت د اعتبار د خوندي کولو د هڅې په سترگه هم کتل کيږي .

البته دا لومړى ځل نه دى چې افغان حکومت او د ناټو قوماندانان د ملکي تلفاتو د مخنيوي ژمنې کوي خو ظاهرآ داسې بريښي چې د اوږدې مودې دغه ستونزه لا هم په خپل حال پاتې ده .

په دې مينځ کې افغان حکومت او د ناټو چارواکي طالبانو ته هم د پړې گوته نيسي . دوى وايي که طالبان د استوگنې سيمي د مورچو په توگه ونه کاروي نو ملکي تلفات به رامينځ ته نه شي .

ولسمشر کرزي په کندهار کې خبريالانو ته د سه شنبې د ورځې په دغو څرگندونو کې يو ځل بيا په پاکستان غږ وکړ چې د امن د سيمه يزه جرگو په جوړولو کې پوره ونډه واخلي . ده دغه جرگې د ترهگرۍ د مقابلې اغيزمنه لاره وبلله . دا يې هم زياته کړه چې ترهگري افغانستان او پاکستان دواړو ته يو شان گواښ دى .

ښاغلي کرزي د سيمې د بيا رغوونې لپاره په پخوانۍ بيلې شوې پانگې سربيره د شل مليونه اضافي ډالرو د بيلولو خبر هم وکړ . په پام کې ده چې دغه اضافي پيسې په کندهار ، هلمند ، ارزگان او زابل کې پر پرمختيايي چارو ولگول شي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت