BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:06 گرينويچ 2006 ,04 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوناما: ناټو او طالبان دې ملکي کسان نه وژني

يوناما
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازې ادارې څو ځلي دا غوښتنه کړې چې ملکي خلکو ته دې د تاوان رسولو مخه ونيول شي
د افغانستان سويل د ناتو د ځواکونو او طالبانو تر مينځ د نښتو او ناڅاپي بريدونو تر ټولو توده سيمه ده .

د ديورنډ کرښې ته له ورڅيرمه دغې سيمې نه په تيرو څو مياشتو کې په پرله پسې توگه د پوځي فعاليتونو په مهال د ملکي وگړو د تلفاتو رپوتونه ورکول کيږي .

دا هغه څه دي چې له څه مودې راهيسې يې د بشري حقونو د سازمانونو تاوده غبرگونونه پارولي .

افغان حکومت هم په خپل وار څو وارې اړ شوى چې په دې اړه کيدونکو نيوکو او انديښنو ته د ځواب لپاره له کابل نه سيمې ته پلټونکي پلاوي واستوي .

خو ظاهرا داسې بريښي چې ستونزه لا هم په خپل حال پاتې ده . په همدې لړ کې د کندهار د ښار د يکشنبې د ورځې ځانمرگى بمي بريد هغه وروروستۍ پيښه وه چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازې اداره يونما يې په تيرو دوو مياشتو کې د دوهم ځل لپاره په دغه سيمه کې د ملکي وگړو د تلفاتو له اړخه د انديښنو په څرگندولو اړويسته .

د دغې پيښې ځانگړتيا تر بريد سملاسي وروسته د ناتو د سرتيرو له لورې په شاوخوا سيمه کې د ملکي وگړو په لور ډزې ښودل کيږي .

د UNAMA وياند ايدرين ادوارد په کابل کې خبريالانو ته وويل دوى ته داسې رپوتونه رسيدلي چې تر پيښې وروسته يو شمير ملکي وگړي ژوبل شوي او ښايي ان وژل شوي وي.

خو دا چې د اوښتي ځاني تاوان کچه څومره ده او په دقيق ډول څه پيښ شوي ، UNAMA يې د ده په وينا په اړه دقيق معلومات نه لري .

له لويه سره د ښاغلي ادوارد ټينگار دا وو چې په شخړو کې راښکيل ټولې غاړې بايد د ملکي وگړو د ژوند او بشري حقونو درناوى وکړي .

(( د بشري حقونو د خونديتوب په اړه زموږ دريځ خورا روښانه دى . له تاوتريخوالي سره په مخامخ سيمو کې د ملکي وگړو د ژوند او مال حفاظت په شخړو کې د راښکيلو ټولو غاړو مسووليت بلل کيږي . په دې کې د هيڅ يوه لوري لپاره کومه استثنا نشته . ))

په سيمه کې د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو درنه پيښه دوه مياشتې وړاندې د کندهار په پنجوايي کې د ناتو هوايي بمبارۍ وې .

پخپله د کابل له لورې وراستول شوي پلاوي په دغو بمباريو کې تر ٦٠ پورې د ملکي وگړو د وژل کيدو پخلى کړى وو .

 افغان حکومت هم په خپل وار څو وارې اړ شوى چې په دې اړه کيدونکو نيوکو او انديښنو ته د ځواب لپاره له کابل نه سيمې ته پلټونکي پلاوي واستوي .

خو ناتو په وار وار د دا ډول تلفاتو پړه پر طالبانو اچوي . ناتو وايي که طالبان د استوگنې په سيمو کې مورچې ونه نيسې نو ملکي وگړي به ونه وژل شي .

خو دا ظاهرا داسې يو څه نه دي چې ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي او پر ناتو له دې اړخه موجود فشار کم کړي .

دغه فشار په ريگا کې د ناتو د غړو هيوادو د وروستۍ سرمشريزې په مهال هم محسوس وو .

خو په اړه يې د سرمشريزې پريکړه په ډيرو عمومي ټکو کې همدا وه چې ځواکونه به يې له دې وروسته د عملياتو په مهال تر وسه وسه د ملکي وگړو د بشري حقونو درناوى کوي او د ملکي تلفاتو مخه به نيسي .

خو پخپله پر همدغه پريکړه بيا لويه نيوکه د پريکړې تر شا د حقوقي ضمانت نشتوالى دى .

داسې يو ضمانت چې له مخې يې سرغړونکي له محاکمې نه د بچ کيدو امکان ونه مومي .

دا په خپل وار هغه څه دي چې د بشري حقونو د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه يې د ريگا د سرمشريزې پريکړه په ښکاره بڼه له ننگونو سره مخامخ کړې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت