 |  دا په مولوى فياض پسىدلوړى کچى دوهم دينى عالم دى چى په دغه ولايت کى د ناپيژندل شووکسانود ډزو په ترڅ کى وژل کيږى | د مولوى محمدنبى مصباح د وژل کيدو د پيښى په وړاندى د انتخاباتو د کميسون لومړنى غبرگون ، د ورته پيښو په تړاوو د تل په څير د غندنى او خفگان په ټکو راټول وو . خو د کميسون وياندى بران وين کارن له دى سره جوښت خبر يالانو ته وويل چى نوموړي دافغانستان د عالمانو په شورا کى د غړيتوب او دندو تر څنگه د کندهار ولايت د انتخاباتو د سيمه يز کميسون غړيتوب هم درلود . د وياندى کارن په وينا دغه سيمه يز کميسون تازه جوړ شوى او موخه يى په سيمه کى د انتخاباتو له بهير سره مرسته ده . خو له دى سره سره دغى وياندى زياته کړه چى دوى لاهم د وژنى په اصلى لامل نه پوهيږى : دا وايى چې دا ډيره سخته ده چى دغى پيښى ته د انتخاباتو له بهير سره تړاوو ورکړل شى خو د انتخاباتو کميسون دغه پيښه غندى او دا خو ځکه چى نوموړى د انتخاباتو له بهير سره کار کاوه او ددغه بهير ملاتړى وو . په مومولوى مصباح تيره ورځ له کاله نه تر راوتو وروسته په خپل موټر کى ډزى وشى چى پايله يى د نوموړى سخته ژوبله او وروسته په کندهار کى د امريکى په مشرۍ د ميشتو اتلافى ځواکونو په روغتون کى د هغه مړينه وه . دا په مولوى فياض پسى د لوړى کچى دوهم دينى عالم دى چى په دغه ولايت کى د ناپيژندل شووکسانو د ډزو په ترڅ کى وژل کيږى.څه موده وړاندى کندهار ته په ورڅيرمه ولايت ارزگان کى هم د انتخاباتو يو بل کارکونکى او يو تن کانديد د نامعلومو کسانو په ډزو کى وژل شوى وو . |