|
م-م د افغانستان د حالاتو جاج اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتو د امنيت شورا افغانستان ته يوپلاوى استوي چې په دې هيواد کې د حالاتو جاج واخلي . د لوړي کچې دغه پلاوى به راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته ورسيږي او په کابل کې د ملگرو ملتو د استازي ادارې يونما وېاند وايي چې پلاوى به په دې سفر کې هيواد کې شوېو پر مخيتاوو ا و امنيت ته د ورپيښو ننگونو ارزونه وکړي . د ملگرو ملتو د امنيت شورا د حقيقت موندنې دغه پلاوى په داسى مهال کې افغانستان ته راتلونکى دى چې د تاو ترېخوالو د زېاتوالي له کبله په هيواد کې امنيت ته ور پيښ گواښونه ډير شوي . په کابل کې د ملگرو ملتو د استازي ادارې يو نما ېو وېاند صدېق حليم وايي چې افغانستان ته دغه پلاوى له دې کبله راځي چې له نژدې څخه د حالاتو جاج واخلي او امنيت ته د ورپيښو ننگونو ارزونه وکړي د حقيقت موندنې ددغه پلاوي موخه داده چې د افغانستان د روانو حالاتو ، ترسره شويو پر مختياوو او د هغو ننگونو ارزونه وکړي چې زموږ ټولو په وړاندې پرتې دي . پلاوى ، په دې موخه ، د ولسمشر حامد کرزي او يو شمير نورو حکومتي چارواکو سره پر کتنې سربيره ، ښايي د افغانستان په سويل او ختېځ کې د ځينو نارامو سېمو څخه هم لېدنه وکړي او د ځايي چارواکو او خلکو سره د هغوى د اندېښنو ، اړتياوو او غوښتنو په اړه خبري وکړي. دغلته ، د وسله والو مخالفانو د فعاليتونو د زياتوالي له کبله ښايي چې د خلکو غټ شکايت په سيمو کې د امنيت د خرابيدو په تړاو وي . ملگري ملتونه هم دا د حکومت او نړيوالې ټولنې په وړاندې لوېه ننگونه بولي او ښاغلى حليم وايي چې په څو برخو کې بايد کار وشي چې پر وسله والو مخالفانو برى تر لاسه شي . پر اورپکو د بري لپاره اړينه ده چې همهاله په څو برخو کې کار وشي . د پوځي لارې تر څنگ بايد چې د بېارغونې ، پر مختېا ، نشه يې داروگانو په وړاندې د مبارزې او دېپلوماسۍ په برخو کې گډې هلي ځلي وشي . زه باور لرم چې دې هڅو سره به په هيواد کې پر مختگ تر لاسه شي ." اټکل کيږي چې د ملگرو ملتو دغه پلاوى ، افغانستان ته د سفر پر لاره اسلام اباد کې هم تم شي چې ښايي له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه وغږيږي چې په دې هيواد کې د ټيکاو په راوستلو کې خپلې همکارۍ لا پراخې او اغېزمنې کړي. د افغانستان ېو شمير چارواکي هم غوښتنه کوي د ملگرو ملتو د امنيت شورا دغه پلاوى بايد په هيواد کې د امنيتي ننگونو ارزونې کې د مسالې بهرني اړخ ته پاملرنه وکړي . ځکه دوى باور ښيي چې په دې هيواد کې به تاو ترېخوالي هغه وخت لږ او امنيت ته ورپيښ گواښونه له مېنځه لاړ شي چې ددوى په وينا د پاکستان په خاوره کې د اورپکو د ملاتړ مالي سرچينې وچي او د روزنې مرکزونه ېې بند شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||