 |  په دغه تاو تريخوالى کى د ملگرو ملتونو د سازمان اړوندځايى دفترونو ته دروند تاوان رسيدلى دى | د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان مرستندويه ادارى يونما د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کى تيره ورځ د مظاهرو په ترڅ کى رامينځ ته شوى تاوو تريخوالى په کلکه غندلى او دا ډول يى په موقتى توگه هلته خپل ورځينى فعاليتونه هم درولى دى . په کابل کى د دغى ادارى وياندى ارين کوينتر د خپلى ادارى په استازيتوب په ځايى چاروکو او نړيوالو امنيتى ځواکونودا غږ هم کړى چى سيمى ته د نظم او ثبات په ستنولو کى خپل ټول وس وکاروى . په دغه تاو تريخوالى کى د ملگرو ملتونو د سازمان اړوندځايى دفترونو ته هم دروند تاوان رسيدلى او لږ تر لږه دوه ميلمستونونه يى سوځيدلى دى . د ننگرهار په ولايت کى د پرونيو مظاهرو له کبله د پارلمانى انتخاباتو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنى مرکزونه هم تړل شوي دى |