BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:03 گرينويچ 2006 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگري ملتونه په افغانستان کې له فساده اندېښمن دي

م م
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د استازې ادارې يونما وياند وايي فساد هر دولت او په دې لړ کې افغان دولت ته لوى گوزار ورکولې شي .
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازې ادارې يونما د دغه هيواد په حکومتي ادارو کې د فساد د شته والي له اړخه انديښنه ښودلې ده .

په کابل کې ددغه ادارې وياند ايدرين ادوار خبريالانو ته ويلي چې په فساد کې د چارواکو ډيريدونکې ښکيلتيا د حکومتي واکمنۍ د کمزورتيا او د نا امنيو د ډيريدو يو لوى لامل جوړيدى شي .

وياند دا هم ويلي چې اداره يې کله هم دې ته چمتو نده چې د ناسمو حکومتي ادارو او په فساد کې د ککړو چارواکو ملاتړ وکړي .

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد شته والى يوه له هغو لويو نيوکو څخه ده چې د طالبانو له ماتې راهېسې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوى حکومت ورسره په پرله پسې توگه مخامخ دى.

دا په داسې حال کې ده چې له هماغه پيله د حکومت د مشر په توگه د ښاغلي کرزي لويه ژمنه په حکومتي ادارو کې د فساد ختمول وو .

خو د ولس له نظره اوس په دې اړه پرمختياوې په سرچپه لورې دي او فساد د کميدو په ځاې گواکې ورځ په ورځ په ډيريدو دى .

د دې حالت دوام د عادي افغانانو تر څنگه په افغانستان کې د راښکيلې نړيوالې تولني انديښنې هم راپارولي او خبره دې ته رسيدلې چې له څه مودې راهېسې د افغانستان د حکومتي ادارودننه شته فساد د لويديځو مطبوعاتو د شننو يوه لويه موضوع جوړه شي .

سارى يې د واشنگټن پوست يوه وروستۍ مقاله ده چې وايي په افغانستان کې د لوړې کچې حکومتي څوکۍ گواکې په پيسو او سرقلفۍ خرڅيږي ، يا له يوه چارواکي بل ته ليږدول کيږي .

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د استازې ادارې يونما وياند ايدرين ادواردز همدې انديښنو ته په کتو سره وايي چې فساد هر دولت او په دې لړ کې افغان دولت ته لوى گوزار ورکولې شي .

(( له نړيوالې تولنې کله هم د دې تمه کول پکار ندي چې په فساد کې د راښکيلو چارواکو او حکومتي ادارو ملاتړ وکړي . عادي ولس ته هم فساد د زغملو وړ ندى . زما په باور هيڅوک په دې کې شک نلري چې د حساب کتاب ورکړه يوه ضروري خبره ده . که تاسو وگورۍ د افغان کمپکت په نامه د لندن د تړون د سر سر خبره همدا د حکومتي ادارې ا صلاح او د راڼه حساب ورکړه ده . زما په فکر په دې کې لويه خبره داده چې موږ ټول د ناوړه پريکړو او فساد نه ، بلکه د يوه ښه حکومت ملاتړ کوو . ))

ښاغلي ادواردز په کابل کې خبريالانو ته په خپلو څرگندونو کې دا هم وويل چې نا امني او فساد د يوې سکې دوه اړخه دي . چيرې چې دده په وينا فساد وي هلته هرو مرو نا امني وي .

وياند ادواردز له دې اړخه په ځانگړې توگه د ليرې پرتو سيمو يادونه وکړه او انديښنه يې دا وه چې د فساد د دوام په صورت کې دغلته حکومتي واکمني لاپسې کمزورې کيدى شي .

د ښاغلي ادواردز وړانديز دا وو چې د ستونزې په وړاندې د چوپتيا د غوره کولو په ځاې د هغې مقابلې ته ملا تړل پکار دي .

(( ښکاره خبره ده چې موږ بايد دغه مسايل حل کړو . موږ نشو کولى چې د فساد ، نيشۀ توکو او خرابې حکومتي ادارې په څير له مسايلو په څنگ تير شو او ناحله يې پريږدو .
زما په باور همدغه خبره منل شوې او ټولې غاړې پرې سلا دي . د اوس لپاره زه په دې برخه کې د نظر هيڅ اختلاف نه وينم . بايد دغه ستونزې حل شي . منو چې افغانستان په يوه انتقالي پړاوو کې دى خو اړينه دا ده چې د پړاوو پرمختگ بايد پر مثبت لور وي . ))

له لويه سره د افغانانو باور دادى چې که حکومتي اداره اصلاح نشي او د پراخې کچې روان فساد مخنيوى ونه شي نو دا امکان شته چې په تيرو څلورو کلونو کې په سختۍ گټل شوې برياوې ديرې په اسانۍ له لاسه ووځي او گټه په تاوان واوړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت