 |  د په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نمايندگى | د ملگرو ملتونو د نمايندگى دفتريونما ويلي چي په افغانستان کې دملېشو شاوخوا ٢٠٠٠ ډلې دي چې په ناقانونه توگه وسلې گرځوي . ددغه دفتر وياندې ارېن کوېنټر نن په يوه خبري کنفرانس کې ددغې خبرې په کولو سره وويل دغه ډلې دافغانستان په بېلابېلو سيمو کې د امنيت پر گواښولو سربېره د نشه يي توکو د قاچاقو مشري هم کوي. دهغې په وېنا د افغانستان ددفاع وزارت د ډډآر د پروگرام او د ائتلاف او د ناتو د قواووسره په گډه ددغو ناقانونه وسله والو ملېشو د بې وسلې کولو پر پلان کار کوي. ددغو ملېشوکره شمېره نده څرگنده ، خو اټکل کېږي چې شمېربه ېې زرگونه تنه وي چې په درست افغانستان کى خورې دي . د شکمنو طالبانو د وسله والوبريدونو د زياتوالي په څنگ کې ددغو مليشو شتون ددې هېواد د راتلونکي پارلماني ټاکنو په وړاندې هم يوه مهمه ننگونه بلل کيږي . |