|
سيمينار : نه اسامه ونيول شو نه افغان ولس سوکاله شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(( د سپتمبر له ١١ د پنځه کاله راوروسته افغانستان )) په سرليک دغه کنفرانس په کابل کې د سولې او جنگ د مطالعاتو د مرکز په نوښت او د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان د ځانگړې استازۍ يونما په مديريت جوړ شوى وو . د کنفرانس وينا وال هم په نړيواله کچه د افغانستان د حالاتو مشهور کارپوهان او د ترهگريزو فعاليتونو وتلي څيړونکي وو . د ټولو وينا والو اتفاق په دې وو چې د تمې خلاف په افغانستان کې له واک نه د طالبانو له له ليرې کيدو پنځه کاله راوروسته اوس هم دا هيواد نه يوازې له پايدونکي ثبات نه ډير وړاندې دى ، بلکې د هرې ورځې په تيريدو سره د طالبانو او القاعده د پلويانو له لورې د بريدونو په کچه کې په څرگنده زياتوالى راځي . د کنفرانس د وينا والو له لورې د وړاندې شويو څيړنو له مخې د تير کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د مخالفانو د دا ډول بريدونو په کچه کې پنځه ځله او په ټوله کې له ٢٠٠٢ کال راهيسې بيا تر اوسه په دغو بريدونو کې د کميدو پر ځاې اوه ځله زياتوالى راغلى . د دې بيلابيل لاملونه وښودل شول . د متحدو ايالاتو د جورج ټاون په پوهنتون کې د سياسي علومو پروفيسر ، د افغانستان د حالاتو کارپوه او د بغاوت د مقابلې په نامه د کتاب ليکونکى ډاکټر سيټ جونز په دې باور وو چې له طالبانو نه د پاکستان پټ ملاتړ په افغانستان کې د جگړې د بيا توديدو اصلي لامل دى . ده د پړې ډيره گوته د ISI استخباراتي سازمان ته نيوله او هغه يې د پاکستان د دولت دننه بل دولت وباله . (( زما په خپل باور گڼ داسې شواهد شته چې د طالبانو له ځواکونو سره د ISI د عملي ملاتړ بيلگې بلل کيدى شي . دغه سازمان طالبانو ته استخباراتي معلومات برابروي او هغوې ته وسلې ، پيسې او روزنه ورکوي . د دې لپاره د پاکستان په خاوره کې گڼ کمپونه جوړ شوي . دا ډول ISI د طالبانو د مشرتابه فزيکي ساتنه هم کوي . په يوه کلمه له طالبانو نه د پاکستان او په ځانگړې توگه د ISI په ملاتړ کې د شک او پوښتنې هيڅ ځاې نه پاتې کيږي . )) د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د نړيوالو چارو پروفيسر ، د ترهگرۍ په چارو کې د CNN تلويزيوني شبکې شنونکي او د بن لادن د پټې نړۍ دننه په نامه د کتاب ليکونکي پيتربرگن هم همدا گڼله چې د طالبانو د راټوليدو او سمباليدو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي . (( د طالبانو اصلي مشرتابه د کوټې شورا ده . دغه شورا په کوټه کې فعاليت کوي . د دوهمې درجې مشرتابه يې د پيښور شورا ده چې په پيښور کې فعاليت کوي . پخپله ملا عمر هم په کوټه کې اوسي . د مولوي جلاالدين په نامه يو لوى قوماندان يې په وزيرستان کې ميشت دى او له هغه ځايه په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو مشري کوي . د ملا داداله په نامه بل لوى قوماندان يې هم کوټې ته په ورڅيرمه قبايلي سيمو کې فعال دى . پخوانى لومړى وزير گلبدين حکمتيار هم پولې ته په ورڅيرمه قبايلي سيمه کې ميشت دى ، خو دى د مولوي جلاالدين او ملا داداله په کچه په ترهگريزو فعاليتونو کې راښکيل نه دى . )) د ډاکټر جونز او پروفيسر بر گن دغه څرگندونې څو ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف له هغو څرگندونو سره ډير توپير لري چې پکې يې له طالبانو نه د پاکستان له ملاتړه چورلټ انکار کړى وو . په کابل کې د سولې او جنگ د مطالعاتو د سازمان د مشر حکمت کرزي لويه نيوکه بيا د افغانستان بيا رغوونې ته د نړيوالې تولنې په کمه پاملرنه وه . (( ولسمشر جورج بوش د طالبانو له ماتې لږ وروسته د افغانستان د بيا رغونې لپاره د مارشال پلان د مخې ته کولو اعلان وکړ . دغه اعلان داسې هيلې وزيږولې چې له کلونو راهيسې کړيدلي افغانان به گواکې سوکاله شي . خو په هماغه لومړي سر کې د توکيو د کنفرانس په مهال له دې هيوادسره يوازې د ٤،٥ مليارده ډالرو د مرستې ژمنه وشوه . دا له هغه څه نه ډيرې لږې پيسې وې چې د ساړۀ جنگ له پاى راهيسې له کړکيچ نه د نړۍ د نورو هيوادونو په بيا رغاوونه لگيدلې . هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي بنسټونه ٨٠ په سلو کې نړيدلي وو . اوس دا دى د طالبانو له ماتې پنځه کاله تيريږي خو د افغانستان خلک نور څه خو لا پريږده چې د تورتم لپاره رڼا او د څښاک لپاره اوبه هم نه لري . )) د ښاغلي حکمت کرزي يوه بله نيوکه دا هم وه چې امريکا له هماغه پيله ډير پام د ترهگرۍ خلاف جگړې او د اسامه بن لا دن نيولو ته واړاوۀ خو د دۀ په وينا نه يې هغه ونيوه او نه يې افغانستان ورغاوه . دا راز ده د عملياتو په مهال په کليوالي سيمو کې له عامو وگړو او په زندانونو کې له بنديانو سره د امريکايي سرتيرو ناوړه چلن هم په افغانستان کې د تاو تريخوالي د بيرته ډيريدو لامل وباله . خو د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان د ځانگړې استازۍ UNAMA مرستيال کريس الکساندر د افغانستان کمزورى او په فساد کې ښکيل حکومت ، کمزورې قضا ، د عدالت نشتوالى ، د جنگسالارانو قوي کيدل او داسې نور هم په افغانستان کې د نا امنيو د پراخيدو او د ولس د ناهيلۍ لامل وباله . ده پر حکومت د دغو کمزورتياوو د مقابلې غږ وکړ . (( دا خورا اړينه ده چې د حکومتي بنسټونو غښتلي کولو ته پام واړول شي . دغه بنسټونه بايد په کارونو کې وړتيا او روڼوالې ولري . داسې چې د افغانستان د خلکو او نړيوالې تولنې هيلو او غوښتنو ته ځواب ووايي . )) له لويه سره د سپتمبر له ١١ د پنځه کاله راوروسته افغانستان په سرليک په کابل کې د جوړ شوي دغه نړيوال کنفرانس د ويناوو پايله دا وه چې طالبان ورو ورو د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په وړاندې په يوه ستراتيژيک گواښ اوړي او دا اوس د افغانستان د حکومت ، ناټو د امريکا د متحدو ايالاتو او نړيوالې ټولنې ذمه واري ده چې دغه گواښ په کومه تله تلي او څه ډول يې مقابله کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||