BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:25 گرينويچ 2005 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م: تر څلورو مياشتو به ټولې مليشې بې وسلې شي
News image
دا پروگرام په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوى وو
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما او د بي وسلې کولو او ملکي کولو په تړاو د دغه هېواد د نوي پيل د پروگرام د ادارې چارواکي وايي چې د ٢٠٠٥ کال د جون تر مياشتې به په دغه هيواد کې ټولې مليشې بې وسلې شي او د سيمه ييزه قوماندانانو په واک کې شته درنې وسلې به هم راټولي شي .

دغه پروگرام د ٢٠٠٣ کال په اوړي کې پيل شوى و . په سر کې د مليشو ټول شمير ١٠٠ زره اټکل شوى وو، خو وروسته معلومه شوه چې د مليشو اصلي شمير ٥٠ زره وو او اوس ايله له دولس زره مليشو سره وسلې پاتي دي .

ها خوا د درنو وسلو د راټولولو په ترڅ کې هم څه د پاسه اته زره ميله وسلې راتولي شوي دي ، خو درنو واورو له پنجشير نه ددغو وسلو ټولول د لږ ځنډ سره مخ کړي دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت