|
د کندهاربمي چاودنو خلک اندېښمن کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه پېښه چې د ناټو ځواکونو بمي چاودنه او عيني شاهدانو ځانمرګی بريد باله د کندهارپه سوېل کې ميرويس مېنې ته څېرمه د کندهار هرات پر لويه لار وشوه. د پېښې سيمه د تل په څېر نړيوالو ځواکونو کلا بنده کړې وه، پوليسو او د ايساف سرتېرو تر ډېره وخته خبريالانو ته اجازه نه ورکوله چې د پېښې ځای ته ورشي. د ايساف دوه موټر زيان من شوي وو او ميرويس مېنه يو ځل بيا څرخي الوتکو پر سر اخيستې وه، خلک د تل په څېر وارخطا ښکارېدل. د پېښې وروسته د کندهار ميرويس روغتون ته نهه ټپيان راوړل شوي دي. ډاکټرانود دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی. د ټپي شويو کسانو د کورنيو غړو يا نږدې خپلوانو د ميرويس روغتون فضا غمجنه کړې وه، ژړاوې وې او ډاکټرانو له ځينو ځوانانو څخه د وينې غوښتنه کوله ـ دا په روانه اوونۍ کې دويمه پېښه ده تر دې وړاندې د تېرې يکشنبې په ځانمرګي بريد کې چې وروسته دنړيوالو ځواکونولخوا پر ولسي وگړو ډزې هم وشوې نږدې ١٥ ټپيان ميرويس روغتون ته ور وړل شوي وو. د سه شنبې د لېندۍ ١٤ مې د نننۍ پېښې عيني شاهدانو دا يو ځانمرګۍ بريد وباله او ويلي دي چې يو ټونيس موټر د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو له کاروان سره وجنګېد، خو د کندهار په هوايي ډګر کې د ناټو ځواکونو يوه پوځي وياند بي بي سي ته وويل، چې دا يوه بمي چاودنه وه او د دوی دوه سرتيري يې ټپيان کړي دي دغه پوځي وياند دا ومنله چې د ايساف ځواکونو دوه پوځي موټر په پېښه کې څه نا څه زيانمن شوي دي خو د ملکي وگړو په مرګ ژوبله يې ځان ناخبره وښود. ځينو عنيي شاهدانو دا خبره هم کوله چې د پېښې په ځای کې يې د يوه ملکي کس مړی ليدلی دی، خو ما په خپله ونه ليدـ ځينې خلک وايي دغه ډول پرله پسې پېښو د کندهار امنيت له ګواښ سره مخامخ کړی او اوس په دغه ولايت کې ډېری خلک له ورځنيو اقتصادي ستونزو سره مخامخېږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||