|
دکندهار ننني ځانمرگي بريد بيا مرگ ژوبله لرلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن سهار يو ځل بيا دزوروري چاودنې غږ دكندهار شمال ختيځه سيمه ولړزوله . دغه پېښه ښارته څېرمه په منزل باغ سيمه كې دولايتي بيارغاونې يا پي، آر، ټي دفتر ته مخامخ دامريكا دساتونكې اوڅېړونكې ادارې يا يو، ايس، پي،آى دودانۍ په دروازه كې وشوه . اته((٨)) كسان يې ووژل او ديوۀ ماشوم په ګډون يې څلور نور ژوبل كړل چې درې يې امنيتي ساتونكي وو. په کابل کې د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې د وژل شويو کسانو شميره شپږ ښوول شوې ده . ولسمشر کرزي پر دغې پېښې ژوره خواشيني ښوولې . په وژل شويو كسانو كې دوه دامريكا د متحده ايالاتو اوسېدونكي ووچې په كندهار كې د يو، ايس، پي،آى د مشرتابه دنده ورسپارل شوې وه او شپږ نور وژل شوي كسان هم ددغې ادارې افغان كاركوونكي وو . د دغي ادارې يوۀ كاركوونكي بي بي سي ته وويل چې ځانمرګي بريد كوونكي په ډېرمهارت هڅه وكړه چې دامنيتي ساتونكو مينځ ته ځان ورسوي خو يوۀ افغان امنيتي ساتونكي يې ددرېدلو كوښښ وكړ چې ځانمرګي خپل ځان وچاودلو. پېښه په داسې حال كې وشوه چې د يو، ايس، پي،آى مشران د تل په څېر دخپل دفتر دباندې په سهارنيوامنيتي تشكيلاتو بوخت وو. دكندهار دامنيې قوماندان عصمت الله عليزي بي بي سي ته وويل چې په پېښه كې اوه كسان وژل شوي چې دوه يې امريكاييان او پنځه نور يې هم د يو، ايس، پي،آى افغان كاركوونكي وو. د ده په خبره چې درې نور كسان سربېرن ټپيان شوي هم دي. ښاغلي عليزي په پېښه د هيواد او سولي دښمنان تورن كړل خو طالبان وايي چې ځانمرګى بريد ددوى له لورى شوى دى . قاري يوسف چې په سيمه كې د طالبانو وياند بلل كېږي د ټيليفون پركرښه ټينګار وكړ چې دنني ځانمرګي بريد مرګ ژوبله زياته ده. دا په تېرو لسو ورځو كې د کندهار شپږم ځانمرگى بريد دى چې هر يوه يې مرګ ژوبله لرله . په پرونۍ پېښه کې يو ملکي کس وژل شوى و او د دوو بهرنيو سرتيرو په گډون ((١١))نور ټپيان شوي وو . ناټو وايي په تيرو ١١ مياشتو کې د افغانستان په ځانمرگو بريدونو کې ٢٢٧ افغانان او ١٧ بهرني سرتيري وژل شوي دي . ددغو ځانمرګي بريدونو ډېره برخه په كندهار كې ترسره شوې او س يې په خلکو كې اندېښنې ډېري كړې دي . په هم دې تړاو په سويل لوېديځو ولايتونو كې د بشر دحقوقو دخپلواك كمېسيون سيمه ييز دفتر په خپره كړې يوه خبر پاڼه كې د طالبانو له لوري په ښاركې دننه او ګڼ مېشته سيمو كې پرچاودنو اوځانمرګه بريدونو او د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له لوري پركليوالو سيمو د بمباريو او په كندهار ښار كې د ناټو دځواكونو له لوري پر عامو خلكو د ډزو په اړوند اندېښنه ښودلې او ددغه ډول پېښو غندنه يې كړې ده . د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون له وسله والو طالبانو او دناټو دځواكونو غوښتي چې دعامووګړو په خوندي ساتنه كې دي له هر اړخيزه پاملرنې كار واخلي . | ورسره تړلي نور خبرونه د کندهاربمي چاودنې خلکو کې اندېښنې راټوکولې دي 05 دسمبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٤ کسه ووژل03 دسمبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٢ بهرني سرتيري ووژل27 نومبر, 2006 | خبرونه کندهار کې په ناټو ځواکونو ځانمرگى بريد شوى01 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||