BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:08 گرينويچ 2006 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې په ناټو ځواکونو ځانمرگى بريد شوى
ناټو ځواکونو
د ناټو هوايي بريد په خوست ولايت کې درې اورپکي وژلي
د کندهار جنوب کې د ناټو دوه سرتېري هغه مهال ژوبل شوو چې يوه ځانمرگي بم چوونکي خپل موټر د دوى له کارون سره وچولى.

دا هغه سيمه چې ده په لوى شمېر کې کاناډايي ځواکونه په کې گزمه کوي خو ناټو نه غواړي چې د ټپي شوېو عسکرو هويت وښيي.

بلوري ته د ناټو هوايي بريد په خوست ولايت کې پر يوه مشکوکه کور بريد کړى چې پکې درې اورپکي وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.

دا پېښې پر داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د ناټو لوړ کمندان د برتانيا جنرال ډېويډ ريچرډز ويلي له دوى سره دومره شمېر کې عسکر نشته چې په نژدې راتلونکې کې اورپکو ته ماتې ورکړي.

د فاينانشل ټايمز ورځپاڼې سره په يوې مرکې کې هغه وويل چې په راتلونکو شپږ مياشتو کې دننه د هيڅ بري تمه نشي کېداى خو ده ډاډ وښودل چې د افغانستان خلک به ددې ته راوگرځوي چې د بهرنيو شتوالى د دوى ژوند کې ښوالى راولي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت